د افغانستان د غزني ولایت امنیتي ځواکونو یو کس په دوو جلا قضیو کې د ماشومانو د وژنې په تور نیولی دی. د امنیتي چارواکو په وینا، نیول شوی کس په خپلو لومړنیو څرګندونو کې د دواړو پېښو ترسره کول منلي دي.
د معلوماتو لمخې، یاد کس د غزني ښار د څلورمې امنیتي حوزې ځواکونو د پنځمې امنیتي حوزې اړوند په سلطان محمود ښارګوټي کې ونیو. د چارواکو په وینا، شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې یې یو ۱۱ کلن ماشوم وژلی او له هغه څخه یې ۱۴ پسونه هم وړي وو.
د امنیتي سرچینو د معلوماتو له مخې، شکمن کس یاد پسونه وروسته د غزني ښار د روضې کلي په یوه قصاب پلورلي وو.
چارواکي زیاتوي، چې نیول شوي کس د لومړنیو تحقیقاتو پر مهال دا هم منلې ده، چې درې کاله وړاندې یې یو بل ماشوم وژلی و او جسد یې په یوه خالي سرای کې پرېیښی و.
امنیتي مسوولینو ویلي دي، چې شکمن کس د لا زیاتو تحقیقاتو او قانوني اجراآتو لپاره د جنايي جرمونو پر ضد مدیریت ته سپارل شوی دی.
چارواکو تر اوسه د دواړو قربانیانو د هویت او د پېښو د نورو جزییاتو په اړه نور معلومات نه دي خپاره کړي، خو وایي چې روانې څېړنې به د قضیې نور اړخونه هم روښانه کړي.

شال نیوز