د کوز سویلي وزیرستان د توې خوله تحصیل د ګل کچ په سیمه کې د ځمکې پر سر د دوو کورنیو ترمنځ په خونړۍ وسلواله نښته کې پنځه تنه وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

 

د ځايي او پولیسو سرچینو په وینا، د ملک آدم خان او ګل شاه خان د کورنیو ترمنځ د یوې ځمکې پر ملکیت له اوږدې مودې راهیسي شخړه روانه وه. د جون په ۶مه، دغه شخړه هغه مهال تاوتریخوالي ته واوښته چې د دواړو کورنیو وسلوال کسان یو بل ته مخامخ شول او د ډزو تبادله پېل شوه.

 

سرچیني وایي، چې په نښته کې د ګل شاه خان د کورنۍ درې کسان ،الله داد، مصطفیٰ او قاري ظهیر خان وژل شوي، په داسې حال کې چې د مخالف لوري د ملک آدم خان د کورنۍ دوه کسان ،نعمت الله او سدو خان، هم په ځای وژل شوي دي.

 

د ډزو په پېښه کې محمد عالم او ایوب ټپیان شوي دي، چې سمدستي د واڼا مرکزي روغتون ته لېږدول شوي دي. د روغتون سرچینو ویلي چې د دواړو ټپیانو روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ دی.

 

د پېښې وروسته په سیمه کې وېره او اندېښنه خپره شوې او تاوتریخوالی لا هم پر ځای دی. ځايي مشران او قامپ مخور د نورو نښتو د مخنیوي او د دواړو خواوو ترمنځ د روغې جوړې لپاره هڅې کوي.

 

پولیسو او ضلعي انتظامیې ویلي دي چې د پېښې له رامنځته کېدو وروسته امنیتي او انتظامي چارواکي سیمي ته رسېدلي او د وضعیت د کنټرولولو لپاره یې اقدامات پېل کړي دي.

 

د چارواکو په وینا، د پېښې په اړه پلټنې روانې دي او د امن او نظم د ټینګښت لپاره اضافي امنیتي ځواکونه هم ځای پر ځای شوي دي.