د ننګرهار ولایت په جلال اباد ښار کې درې تنه تنکي ځوانان د سیند د لامبو پر مهال د اوبو قوي جریان له ځان سره وړي، چې د ژغورنې ډلو تر اوسه د دوو کسانو جسدونه موندلي او کورنیو ته یې سپارلي دي۔
د امنیتي سرچینو د معلوماتو له مخې، پېښه ،د جون په ۶مه، د جلال اباد ښار د اوومې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې رامنځته شوې ده. په مړو شوو کې یو ۱۳ کلن، بل ۱۵ کلن او درېیم ۱۷ کلن هلک شامل دي۔
چارواکي وایي، یاد هلکان د لامبو لپاره سیند ته تللي وو، خو د اوبو د تیز او قوي جریان له امله ډوب او له منځه تللي دي۔.
د پېښې له رامنځته کېدو سره سم د اوومې امنیتي حوزې امنیتي منسوبین او د اطفایې مدیریت د ژغورنې ډلې سیمي ته ورسېدل او د لټون عملیات یې پېل کړل. د چارواکو په وینا، د پرله پسې هڅو په پایله کې د دوو هلکانو جسدونه موندل شوي او خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي، په داسې حال کې چې د درېیم هلک د موندلو لپاره د لټون او ژغورنې عملیات لا هم روان دي۔
چارواکو له کورنیو غوښتي چې د اوړي په موسم کې د ماشومانو او تنکیو ځوانانو د لامبو پر مهال د هغوي خوندیتوب ته ځانګړې پاملرنه وکړي او اجازه ور نه کړي چې په خطرناکو او ژورو سیمو کې لامبو ووهي، ترڅو د ورته دردناکو پېښو مخه ونیول شي۔

شال نیوز