د شمالي وزيرستان د ميرعلي تحصیل د حسوخېلو يو شمېر ځوانانو ،د جون په ۶مه، د رسول نواز په مشرۍ په رسمي توګه په ملي جمهوري غورځنګ کې ګډون کړی دی.

 

په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د ګوند مشر محسن داوړ نويو شامل شويو غړو ته د ګوند مفلرونه ور واچول او په ګوند کې د ګډون مبارکي يې ورکړه.

 

په غونډه کې د ملي زده کوونکو غورځنګ د لاهور وياند صمد وزير او سېټ سهراب وزير هم ګډون درلود.

 

د ګوند مشرانو وويل چې د ځوانانو ګډون به د تنظيم سياسي او ولسي فعاليتونه نور هم پياوړي کړي او د سيمي د خلکو د حقونو لپاره به خپلې هلې ځلې جاري ساتي.