د کرک د پولیسو مشر (ډي پي او) عمران خان ویلي دي، چې د درګه شهیدانو په سیمه کې امنیتي ځواکونه د وسلوالو پر ضد عملیات ترسره کوي، او د امنیتي ځواکونو او وسلوالو ترمنځ د ډزو تبادله روانه ده.
د نوموړي په وینا، داسې راپورونه ترلاسه شوي دي چې په روانه نښته کې وسلوالو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، خو د دې ادعا خپلواکه تایید لا نه دی شوی.
ډي پي او عمران خان زیاته کړې چې وسلوال د غرونو پر لوړو څوکو ځای پر ځای دي او امنیتي ځواکونه د هغوي پر ضد عملیات مخته وړي.
بلخوا، پولیس چارواکو ویلي، په خرم محمدزي سیمه کې د وسلوالو پر ضد د روانو عملیاتو پر مهال د کواډ کاپټر په برید کې نهه پولیس سرتېري هم ټپیان شوي دي.
د چارواکو په وینا، د درګه شهیدانو په سیمه کې پولیسو او امنیتي ځواکونو د وسلوالو پر ضد عملیات کول چې په همدې مهال پرې د کواډ کاپټر له لارې برید وشو.
د لومړي معلوماتو لمخې په یاد برید کې د اووه سرتېرو د ټپي کېدو خبر ورکړی شو خو وروسته د چارواکو لخوا د نهه سرتېرو د ټپي کېدو پخلی وشول.
د چارواکو لمخې، په ټپي شوو پولیس سرتېرو کې نعیم الله، نور شاه علي، سلطان سعید، حسین خان، فضل منیر، احتشام، محمد، ذیشان، حجمان الله، احسان شامل دي.
چارواکي وایي، په سیمه کې د عملیاتو او پلټنې بهیر دوام لري او د وضعیت له نږدې څارنه کېږي.

غلام اکبر مروت