د نړۍ په تر ټولو لوړ پولو ميدان ،شندور، کې د ۲۰۲۶م کال درې ورځنۍ شندور پولو مېله د رنګينو مراسمو په ترڅ کې پېل شوې ده. په دې مېله کې د هېواد له بېلابېلو سيمو او د نړۍ له يو شمېر هېوادونو څخه راغلو سيلانيانو، د پولو مينه والو او چارواکو ګډون کړی دی.
د شندور پولو مېله به د جون له ۱۱مې تر ۱۳مې نېټې پورې دوام کوي. دغه کلنۍ مېله د خېبر پښتونخوا د کلتور او سيلګرۍ ادارې، پاکستان پوځ او د بر چترال ضلعي ادارې په ګډه جوړه کړې ده.
د مېلې د پرانيستې په لومړۍ لوبه کې د چترال د لاسپور لوبډلې د غذر لوبډلې ته د صفر په مقابل کې د ۹ ګولونو په ستر توپير ماتې ورکړه او د نندارچيانو تود داد يې ترلاسه کړ.
د پرانيستې په مراسمو کې د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل کريم کونډي د ځانګړي مېلمه په توګه ګډون وکړ. نوموړي لوبغاړو ته ټرافيانې او انعامونه ورکړل او ويې ويل چې د سيلګرۍ ودې ته ځانګړې پاملرنه کېږي او د شندور په څېر مېلې د سيمي د اقتصاد او کلتور په معرفي کولو کې مهم رول لري.
هغه وويل، د شندور او نورو سيلانيزو سيمو د سړکونو او بنسټيزو اسانتياوو د ښه کولو لپاره به له وفاقي حکومت او د ملي لارو ادارې سره خبرې اترې وکړي.
په مراسمو کې د خېبر پښتونخوا د سيلګرۍ ځانګړي سلاکار ،ملک عديل اقبال، او د اطلاعاتو وزير ،شفيع جان، هم ګډون درلود.
ملک عديل اقبال رسنيو ته وويل چې حکومت د سيلګرۍ صنعت د لا پياوړتيا لپاره عملي ګامونه اخلي او د سيلانيزو سيمو د ودې لپاره به خپلې هڅې روانې ساتي.
د پولو سياليو ترڅنګ د هوايي چتر نندارې، د ماشومانو تمثيلي پروګرامونه، دوديز اتڼونه، ولسي موسيقي او نور کلتوري فعاليتونه هم ترسره شول چې زرګونه نندارچيانو ته يې ځانګړې خوښي ورکړه.
شندور مېله هر کال د پولو له دوديزو سياليو سره د سيمي کلتوري رنګونه او دودونه هم نندارې ته وړاندې کوي.
شندور د چترال او ګلګت بلتستان ترمنځ د شاوخوا ۳۷۰۰ مترو په لوړوالي کې موقعيت لري او د نړۍ تر ټولو لوړ پولو ميدان بلل کېږي. دا مېله نه يوازې د لوبو مينه وال راجذبوي، بلکې د هېواد د غرني سيلګرۍ د مهمو کلنيو پروګرامونو له ډلې هم ګڼل کېږي.
ټاکل شوې ده چې د مېلې وروستۍ ورځ د جون په ۱۳مه د پايلوبې او ځانګړو کلتوري پروګرامونو په ترسره کېدو سره پای ته ورسېږي.

سید اصف شاه کاکاخیل