د وزیرستان په غرنیو سیمو کې د خټو، تیږو او لرګیو څخه جوړې شوې لوړې ودانۍ، چې په بېلابېلو سیمو کې ورته “مونړه”، “بانګله”، “برج” یا “کلا” ویل کېږي، د سیمي د دودیزې معمارۍ او قبایلي ژوند یوه مهمه برخه ګڼل کېږي. که څه هم نن سبا د دغو ودانیو شمېر ورځ تر بلې کمېږي، خو لا هم د وزیرستان په ګڼو کلیو او درو کې د دې تاریخي جوړښتونو نښې لیدل کېږي.

 

دغه ودانۍ یوازې د استوګنې یا دفاع ځایونه نه وو، بلکې د وزیرستان د ټولنیز جوړښت، قبایلي اړیکو، اقتصادي وضعیت او سیمه ییز کلتور مهم استازي ګڼل کېدل. ځايي مشران او د سیمي پوهان وایي چې مونړو د پېړیو په اوږدو کې د وزیرستان د خلکو په ورځني ژوند کې ځانګړی ځای درلودل.

 

د وزیرستان د غرنیو سیمو جغرافیه، د قبایلي ټولنې جوړښت او د خلکو د ژوند دودیزه بڼه د دې سبب شوې وه چې دلته ځانګړي دفاعي او استوګنیز جوړښتونه رامنځته شي. د سیمي د مشرانو په وینا، د مونړو جوړولو دود له نسلونو راهیسي روان و او هرې کورنۍ هڅه کوله چې د خپل کور، مال او کورنۍ د ساتنې لپاره داسې ودانۍ ولري چې هم د دفاع وړتیا ولري او هم د ټولنیز حیثیت څرګندونه وکړي.

 

په سویلي او شمالي وزیرستان کې د احمدزي وزیرو، مسیدو، داوړو، وزیرو، خرسین، درویش خېل او نورو قبایلو په سیمو کې د دې ډول ودانیو بېلابېل مثالونه لیدل کېږي. ځیني مونړې دوه پوړیزې وې، خو په ځینو سیمو کې درې او څلور پوړیزې ودانۍ هم جوړې شوې وې. د ودانۍ لاندې برخه به نسبتاً پراخه وه او پورته برخې به یې تنګېدلې.

 

دغه مونړې به په عمومي توګه د خټو، تیږو او لرګیو څخه جوړېدې. د دېوالونو ضخامت به په ځینو ځایونو کې دومره زیات و چې د وسلوالو بریدونو او ډزو پر وړاندې یې مقاومت کولی شو. د ودانیو په دېوالونو کې به واړه واړه سوري جوړ وو چې د څارنې او دفاع لپاره کارېدل. له دغو ځایونو څخه به ساتونکو د شاوخوا سیمو څارنه کوله او د احتمالي خطرونو په اړه به یې د کلي خلکو ته خبر ورکاوه.

 

د وزیرستان غرنۍ جغرافیه تل د دې لامل شوې وه چې خلک د خپلو سیمو د ساتنې لپاره ځانګړي تدابیر ولري. په پخوانیو وختونو کې د ځمکو، اوبو او څړځایونو پر سر د قبایلو ترمنځ شخړې رامنځته کېدې او کله ناکله به وسلوالې نښتې هم کېدې. همدارنګه د سیمي خلک د لوټمارانو او بهرنیو بریدګرو له ګواښ سره هم مخ وو.

 

د همدې لپاره به مونړې د څار برجونو په توګه کارېدې. له دغو لوړو ودانیو څخه به د سیمي پراخې برخې تر نظر لاندې ساتل کېدې. سپین ږیري وایي چې د خطر په صورت کې به له مونړې څخه نورو خلکو ته خبر ورکول کېده او د کلي خلک به د دفاع لپاره چمتو کېدل.

 

خو مونړې یوازې دفاعي ارزښت نه درلود. د وزیرستان په دودیزه ټولنه کې د یوې کورنۍ اقتصادي ځواک، نفوذ او ټولنیز مقام هم تر ډېره د هغې د کور او مونړې له اندازې څخه اټکل کېده. هغه کورنۍ چې پراخې ځمکې، ډېر څاروي او قوي قامي اړیکې یې لرلې، په عمومي توګه به یې لویې او پیاوړې مونړې جوړولې.

 

ځايي خلک وایي چې د یوې سترې مونړې لرل د عزت، وقار او ځواک نښه ګڼل کېده. د مهمو مېلمنو هرکلی، د قامي مشرانو غونډې او ځیني نورې ټولنیزې چارې هم د دغو کورنیو په مرکزونو کې ترسره کېدې. له همدې امله به د یوې کورنۍ مونړه نه یوازې د استوګنې او دفاع ځای و، بلکې د هغې د ټولنیز نفوذ څرګندونه یې هم کوله.

 

په پخوانیو وختونو کې به مونړه د کورنۍ د غړو لپاره د پناه ځای په توګه هم کارېده. که به ناڅاپه کومه نښته یا برید رامنځته شو، ښځې، ماشومان او زاړه خلک به خوندي برخو ته انتقالېدل. ځیني مونړې داسې جوړې شوې وې چې د خوراکي توکو، وسلو او نورو ضروري شیانو د ساتنې لپاره پکې ځانګړي ځایونه موجود وو.

 

د وزیرستان دودیزه ټولنه د جرګو، قامي پرېکړو او رواجونو پر بنسټ ولاړه وه. که څه هم جرګې به په عمومي توګه په حجرو یا خلاصو ځایونو کې کېدې، خو د قامي مشرانو کورونه او مونړې د سیمي د مهمو پرېکړو له مرکزونو څخه ګڼل کېدل. په دغو ځایونو کې به د شخړو د هواري، د سولې د تړونونو او نورو ټولنیزو مسایلو په اړه بحثونه کېدل.

 

د شلمې پېړۍ په وروستیو لسیزو کې د سیمي په ټولنیز او اقتصادي ژوند کې بدلونونه راغلل. د سړکونو، موټرو، مخابراتو او عصري ودانیو د زیاتېدو سره د مونړو عملي اړتیا ورو ورو کمه شوه. د سیمي ځوان نسل د خټو او تیږو پر ځای د سیمنټو او اوسپنې څخه د عصري کورونو جوړولو ته مخه کړه.

 

سره له دې، مونړې لا هم د وزیرستان د تاریخي او کلتوري هویت یوه مهمه برخه پاتې شوې ده. خو د ۲۰۰۰م کال وروسته د ناامنۍ، د وسلوالو فعالیتونو او پوځي عملیاتو اوږدې دورې د سیمي پر ټولنیز جوړښت ژور اغېز وکړ.

 

د سیمي اوسېدونکي وایي چې د عملیاتو او جګړو پر مهال ګڼ شمېر دودیز کورونه، حجرې او مونړې زیانمنې شوې. ځیني ودانۍ د جګړو پر مهال ونړېدې او ځیني د خلکو د کډوالۍ له امله بې سرپرسته پاتې شوې. د سیمي خلک وایي چې د اوږدمهالې ناامنۍ له امله د دغو تاریخي ودانیو د ساتنې دود هم کمزوری شو.

 

په همدې موده کې زرګونه کورنۍ د خپلو سیمو پرېښودو ته اړ شوې. د وزیرستان ګڼ اوسېدونکي پېښور، بنو، ډيره اسمعیل خان، اسلام اباد، راولپنډۍ او د هېواد نورو ښارونو ته کډه شول. ځیني کورنۍ بهرنیو هېوادونو ته هم ولاړې.

 

ځايي خلک وایي چې د پرله ‌پسې پوځي عملیاتو، ګرځبندیزونو، امنیتي محدودیتونو، د بازارونو تړل کېدو او اقتصادي ستونزو له امله د خلکو ژوند له سختو ننګونو سره مخ شو. د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پولې پر تګ راتګ محدودیتونو هم د سیمي پر اقتصاد اغېز کړی دی.

 

د سیمي مشران وایي چې له دغو بدلونونو سره نه یوازې د خلکو د ژوند بڼه بدله شوې، بلکې د جرګو، دودونو او قبایلي رواجونو په جوړښت کې هم د پام وړ بدلون راغلی دی. د دوي په وینا، ډېر هغه دودونه چې پخوا د وزیرستان د ټولنیز ژوند برخه وو، اوس د پخوا په پرتله کمزوري شوي دي.

 

د کلتوري میراث د ساتنې په برخه کې کارکوونکي او څېړونکي باور لري چې مونړې د وزیرستان د تاریخي هویت یوه مهمه برخه ده. دوي وایي چې دغه ودانۍ یوازې معماري ارزښت نه لري، بلکې د سیمي د ټولنیز تاریخ، دودونو او قبایلي ژوند ژوندۍ نښې هم دي.

 

پوهان وړاندیز کوي چې د دې تاریخي ودانیو اسناد جوړ شي، د هغوي تاریخي معلومات ثبت شي او هغه نمونې چې لا هم خوندي پاتې دي، د ساتنې لپاره یې ځانګړي پروګرامونه پېل شي.

 

سپین ږیري وایي چې که د وزیرستان تاریخي او کلتوري میراث ته پاملرنه ونه شي، نو راتلونکی نسل به یوازې د کیسو او انځورونو له لارې د دغو ودانیو په اړه معلومات ترلاسه کړي. د دوي په باور، مونړې د وزیرستان د تاریخ، دودونو او ټولنیز ژوند یوه نه بېلېدونکې برخه ده او د سیمي د هویت په توګه باید خوندي وساتل شي.

 

نن که څه هم د خټو او تیږو هغه لوړې مونړې د پخوا په څېر د خلکو د ژوند مرکز نه دي پاتې، خو لا هم د وزیرستان د غرونو په لمنو کې ولاړې دغه ودانۍ د یوې داسې دورې کیسي کوي چې پکې دفاع، جرګه، کورنۍ، دود او قبایلي اړیکې د خلکو د ژوند مهم بنیادونه وو.