د امریکا ولسمشر ،ډونالډ ټرمپ، د فرانسې په ورسايي ماڼۍ کې د امریکا او ایران ترمنځ د ۱۴ ماده‌ ییز تفاهم یادښت رسمي سند لاسلیک کړی دی. دا تفاهم ،چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د وروستیو کړکېچونو د کمولو لپاره یو مهم ډیپلوماتیک پرمختګ بلل کېږي، د لاسلیک مراسم یې د فرانسې ولسمشر ،ایمانویل مکرون، په کوربتوب ترسره شول.

 

د راپورونو له مخې، دا تفاهم تر دې وړاندې په برېښنايي بڼه د دواړو لورو له خوا تایید شوی و، خو اوس یې د رسمي مراسمو پر مهال فزیکي لاسلیک هم ترسره شو. د تړون موخه د امریکا او ایران ترمنځ د تاوتریخوالي کمول او د یوې پراخې او دایمي موافقې لپاره لاره هوارول ښودل شوې ده.

 

د تفاهم له مخې، دواړه هېوادونه ژمن دي چې له هر ډول پوځي تاوتریخوالي او مستقیمې شخړې به ډډه کوي او د یو بل د ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او سیاسي خپلواکۍ درناوی به کوي. په تړون کې د هرمز تنګي او نورو نړیوالو سمندري لارو د خوندي او ازاد تګ راتګ پر اهمیت هم ټینګار شوی، څو د نړۍ د انرژۍ او سوداګرۍ بهیر له خنډ سره مخ نه شي.

 

په تفاهم کې راغلي دي، چې د ایران پر ځینو سوداګریزو او اقتصادي فعالیتونو لګېدلي محدودیتونه به په تدریجي ډول نرمېږي او د نړیوالې سوداګرۍ او انرژۍ د لېږد د عادي کېدو لپاره به لازم ګامونه پورته کېږي.

 

همداراز، د ایران د نفتو پر صادراتو د ځینو بندیزونو د نرمولو او د کنګل شویو مالي شتمنیو د خوشې کولو لپاره هم چوکاټ ټاکل شوی دی.

 

ایران په دغه تفاهم کې یو ځل بیا ژمنه کړې ده، چې اټومي وسلې به نه جوړوي او اټومي فعالیتونه به یې یوازې د سوله ‌ییزو موخو لپاره وي. د نړیوالې اټومي انرژۍ ادارې ته به اجازه ورکول کېږي چې د ایران پر اټومي پروګرام څارنه وکړي او ډاډ ترلاسه کړي چې فعالیتونه یې له ټاکل شویو حدودو څخه نه اوړي. تر وروستۍ موافقې پورې به د اټومي فعالیتونو د پراخولو او د یورانیمو د غني کولو د کچې د لوړولو مخه هم نیول کېږي.

 

په تفاهم کې د ایران د اقتصادي بیارغونې، نړیوالو پانګونو او مالي همکاریو د پراخولو یادونه هم شوې ده. دواړه هېوادونه به د تړون د عملي کېدو د څار لپاره یوه ګډه کمېټه جوړوي چې د ژمنو د پلي کېدو بهیر به ارزوي.

 

د سند له مخې، امریکا او ایران به په راتلونکو شپېتو ورځو کې د اټومي پروګرام، اقتصادي بندیزونو، امنیتي ستونزو او دوه اړخیزو اړیکو په اړه تفصیلي خبرې اترې کوي. ټاکل شوې ده چې د دغو خبرو پایلې د یوې هر اړخیزې او دایمي موافقې بنسټ جوړ کړي.

 

شنونکي وایي، که څه هم دا تفاهم وروستۍ موافقه نه ده، خو د واشنګټن او تهران ترمنځ د اوږدې مودې راهیسي د روان کړکېچ په کمولو کې یو مهم ګام ګڼل کېږي. د دوي په وینا، د تفاهم بریالیتوب به تر ډېره د دواړو لورو د ژمنو عملي کېدو او د راتلونکو مذاکراتو پر پایلو پورې تړلی وي.

 

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون د سند له لاسلیک وروسته ویلي دي، چې نړیواله ټولنه هیله لري چې دغه تفاهم به د منځني ختیځ د کړکېچونو په کمېدو، د سیمي په ثبات او د نړیوالو بازارونو په ارامښت کې مثبت رول ولوبوي.

 

تر اوسه د امریکا او ایران له خوا د تفاهم بشپړ رسمي متن نه دی خپور شوی او د تړون جزئیات د هغو معلوماتو پر بنسټ دي چې د لاسلیک له مراسمو وروسته رسنیو ته وړاندې شوي دي.