مشال مېډیا نېټورک امریکا او شال نیوز اعلان کړی، چې د پښتو ژورنالېزم پېژندل شوی نوم، رسنیز مدیر، ژبپوه او تجربه کار خبریال محمد امین مدقق د ادارتي بورډ د مشر (چیئرمین) په توګه ټاکل شوی دی.

 

محمد امین مدقق د افغانستان او سیمي د رسنیو له هغو محدودو شخصیتونو څخه ګڼل کېږي چې د ژورنالېزم، رسنیز مدیریت، ژبې او عامه اړیکو په برخو کې له څلورو لسیزو څخه زیاته تجربه لري. نوموړي د خپل مسلکي ژوند ډېره برخه د ازادو او خپلواکو رسنیو د ودې، د خبریالانو د روزنې او د پښتو او دري ژبو د رسنیزو معیارونو د پیاوړتیا لپاره ځانګړې کړې ده.

 

د شته معلوماتو له مخې، محمد امین مدقق د شوروي یرغل پر مهال د خبریال او لیکوال په توګه د افغان کډوالو او د جګړې له اغېزو سره د مخ خلکو ستونزې نړۍ ته رسولې. وروسته یې د رسنیو او عامه اړیکو په بېلابېلو برخو کې دنده ترسره کړې او د افغانستان او پاکستان په تړاو یې د ګڼو رسنیزو پروژو مشري کړې ده.

 

هغه له ۲۰۰۴م کال څخه تر ۲۰۱۱م کال پورې په کابل کې د ازادې اروپا/ازادۍ راډیو د افغان څانګې، راډیو ازادۍ، د دفتر مشر پاتې شوی او د لسګونو خبریالانو، پروډیوسرانو او رسنیزو کارکوونکو د یوې سترې ډلې مشري یې کړې ده. د هغه تر مشرۍ لاندې راډیو ازادي په افغانستان کې د خبرونو، راپورونو او عامه پوهاوي له اغېزناکو رسنیو څخه ګڼل کېده.

 

وروسته نوموړی د ازادې اروپا/ازادۍ راډیو په مرکزي دفتر، پراګ، کې د پښتو ژبې د مشال راډیو د سروس ډایرکټر په توګه وټاکل شو. هغه شاوخوا شپاړس کاله د مشال راډیو د ادارې مشري وکړه او د پاکستان، افغانستان او سیمي د پښتنو لپاره یې د مسلکي، بې پرې او کره ژورنالېزم د دودولو په برخه کې مهم رول ولوباوه.

 

محمد امین مدقق نه یوازې یو بریالی مدیر بلکې د پښتو ژبې او رسنیزې ژبې یو وتلی متخصص هم بلل کېږي. د ژبې د معیار، د خبرونو د لیکلو د اصولو، د خپرونو د کیفیت او د مسلکي روزنې په برخو کې د هغه تجربه د رسنیو په حلقو کې ځانګړی ارزښت لري. د هغه تر لارښوونې لاندې لسګونه خبریالان، ویاندان، پروډیوسران او مدیران روزل شوي او وروسته یې په نړیوالو او سیمه ییزو رسنیو کې مهم مسؤلیتونه ترلاسه کړي دي.

 

د مشال مېډیا نېټورک او شال نیوز مشرتابه وایي، د محمد امین مدقق ټاکنه به د ادارتي پالیسۍ، مسلکي معیارونو، د محتوا د کیفیت او د ځوانو خبریالانو د روزنې په برخو کې د ادارې وړتیاوې لا پیاوړې کړي.

 

د مشال مېډیا نېټورک رئیس او د شال نیوز مشر مدیر، مجید بابر، ویلي دي، چې محمد امین مدقق د پښتو ژورنالېزم یوه درنه او بااعتباره څېره ده او د هغه تجربه به د ادارې د راتلونکو ستراتیژیکو موخو په ترلاسه کولو کې مهم رول ولوبوي.

 

د نوموړي په راتګ سره د شال نیوز ادارتي بورډ لا پیاوړی شوی او تمه ده چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې مېشتو پښتنو ته به د بې پرې، کره او مسلکي ژورنالېزم د وړاندې کولو هڅې نورې هم پراخې شي.