نن ،د جون پر ۲۱مه، د بلوچستان په قلعه سیف الله کې د پښتونخوا نیشنل عوامي ګوند (پښتونخوا نیپ) له لوري د ګوند د مخکښ او پخواني مشر ،ارواښاد عثمان خان کاکړ، د پنځم تلین په مناسبت یوه ستره ولسي غونډه ترسره شوه، چې پکې د بلوچستان له بېلابېلو سیمو او د هېواد له نورو ښارونو څخه زرګونو کسانو ګډون وکړ.

 

د غونډې لپاره د ګوند پلویان، غړي او کارکوونکي د لویو قافلو په بڼه قلعه سیف الله ته ورسېدل. د غونډې ځای، د فوټبال لوبغالی، د پښتونخوا نیپ په بیرغونو، شعارونو او د عثمان خان کاکړ په انځورونو سینګار شوی و. د ګډونوالو له شمېر او پراخ حضور څخه څرګندېده چې د ارواښاد سیاست او مبارزې لا هم د ګڼ شمېر خلکو په زړونو کې ځانګړی ځای لري.

 

 

 

 

په غونډه کې د پښتونخوا نیپ مشر او د قامي اسمبلۍ غړي ،خوشحال خان کاکړ، د ګوند شریک مشر مختار خان یوسفزي، مرکزي سیکرټر جنرال خورشید کاکاجي او د ګوند د مرکزي او صوبايي مشرتابه نورو غړو ګډون کړی و.

 

ویناوالو په خپلو خبرو کې د ارواښاد عثمان خان کاکړ سیاسي، ولسي او پارلماني مبارزې ته درناوی وړاندې کړ او ویې ویل چې نوموړي خپل ټول سیاسي ژوند د پښتنو د حقونو، جمهوریت، بشري حقونو، صوبایي واکمنۍ او د آئین د حاکمیت لپاره وقف کړی و. هغوي وویل چې عثمان خان کاکړ تل د ولس غږ پورته کړی او په هر ډول حالاتو کې یې د خپل دریځ دفاع کړې ده.

 

 

 

 

ویناوالو زیاته کړه چې د ارواښاد عثمان خان کاکړ سیاسي فکر، اصولي سیاست او ولسي خدمت د راتلونکو نسلونو لپاره د لارې مشال دی او د هغه مبارزه به د خلکو په زړونو او سیاسي شعور کې ژوندۍ پاتې وي. هغوي ژمنه وکړه چې د شهید عثمان خان کاکړ د فکر، مبارزې او سیاسي فلسفې د دوام لپاره به خپلې هڅې جاري ساتي.

 

د غونډې په پای کې ګډونوالو د عثمان خان کاکړ د سیاسي او ولسي خدمتونو ستاینه وکړه او د هغه د یاد او مبارزې د دوام هوډ یې څرګند کړ.