د پاکستان تحریک انصاف ګوند د قامي اسمبلۍ غړي او پخوانی سپیکر ،اسد قیصر، وايي چې د افغانستان سره د پولې بندښت او د سوداګرۍ په برخه کې د رامنځته شویو ستونزو د حل لپاره به د جولاۍ په میاشت کې یوه لویه جرګه راوبلل شي.
نوموړي ،د جون ۲۱مه، په پېښور کې د سرحد چیمبر اف کامرس له غړو سره د لیدنې پر مهال وویل، چې د افغانستان سره د سوداګریزو لارو بندښت د خیبر پښتونخوا پر اقتصاد او کاروباري فعالیتونو ژور اغېز کړی او د دې ستونزې د حل لپاره به د سوداګرۍ او صنعت اړوند ټولې خواوې په یوه ګډه جرګه کې سره راټولېږي.
اسد قیصر وویل چې تر هغې چې افغانستان او د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د سوداګرۍ لارې په بشپړه توګه پرانیستل شوې نه وي، د سوداګرو ستونزې به هوارې نه شي. هغه زیاته کړه، چې اقتصادي فعالیتونه د پرمختګ بنسټ جوړوي، خو که اقتصادي هلې ځلې محدودې شي، نو د سیمي پرمختګ هم له ستونزو سره مخ کېږي.
د نوموړي په وینا، له وفاقي حکومت سره یې هم دا موضوع شریکه کړې او ورته یې ویلي دي چې د پولې بندښت نه یوازې د پېښور بلکې د ټولې خیبر پښتونخوا پر اقتصاد منفي اغېز کړی دی.
اسد قیصر وویل، چې که د پاکستان او افغانستان ترمنځ سیاسي اختلافات موجود وي نو دا د حکومتونو ستونزه ده، خو د سوداګرۍ او کاروبار لپاره باید لارې پرانیستې وساتل شي.
هغه دا هم وویل چې د خیبر پښتونخوا سوداګر له نورو سیمو سره د برابر کاروباري فرصتونو له نشتوالي سره مخ دي او د پولې محدودیتونو د دوي ستونزې نورې هم زیاتې کړې دي.
په دې غونډه کې سوداګرو هم د افغانستان سره د سوداګریزو اړیکو د ځنډېدو له امله د رامنځته شویو ستونزو یادونه وکړه.
د سوداګرو په وینا، د افغانستان سره د تجارت کمېدو له امله د خیبر پښتونخوا شاوخوا ۵۰ سلنه سوداګریز فعالیتونه اغېزمن شوي دي او ځیني سوداګر اړ شوي دي چې خپل کاروبارونه لاهور او د هېواد نورو ښارونو ته ولېږدوي.
د سرحد چیمبر اف کامرس مشر ،جنېد الطاف، غونډې ته وویل چې د افغانستان سره د سوداګریزو اړیکو د کمېدو او د سرحدي لارو د بندښت له امله د شاوخوا ۲۰ لکو کسانو روزګار اغېزمن شوی دی. هغه وویل چې که اقتصادي او سوداګریز فعالیتونه بېرته عادي نه شي، نو د صوبې اقتصاد او د خلکو د ژوند ستونزې به نورې هم زیاتې شي.
جنېد الطاف دا اندېښنه هم څرګنده کړه چې په خیبر پښتونخوا کې ډېر ځوانان خپل راتلونکی روښانه نه ویني او د کار او ښه ژوند د فرصتونو په لټه کې بهرنیو هېوادونو ته د تګ هڅه کوي.
د سوداګرو د معلوماتو له مخې، د پاکستان او افغانستان ترمنځ د تورخم، چمن او خرلاچۍ په ګډون پر مهمو لارو د تګ راتګ او سوداګرۍ محدودیتونو له امله سوداګرو ته په تېرو نهو میاشتو کې د ۲۷۸ میلیونه ډالرو مالي زیان اوښتی دی.
سوداګر وايي، چې د سرحدي سوداګرۍ روان وضعیت نه یوازې کاروبارونه اغېزمن کړي بلکې د خیبر پښتونخوا د اقتصاد پر عمومي وضعیت یې هم منفي اغېز کړی دی.
اسد قیصر هیله څرګنده کړه چې د جولاۍ په میاشت کې پلان شوې لویه جرګه به د پولې بندښت، سیمه ییزې سوداګرۍ او اقتصادي فعالیتونو د بحالۍ لپاره د یوې ګډې تګلارې په جوړولو کې مهم رول ولوبوي خو دا یې څرګنده نه کړه چې دغه جرګه به کوم ځای او د چا په مشرۍ کې ترسره کېږي.

سلمان یوسفزی