د خیبر ضلعې په باړه او جمرود تحصیلونو کې د اوړي ښوونیز کمپونه د زده کوونکو، والدینو او ښوونکو له کمزوري غبرګون سره مخ شوي دي. د سیمي اوسېدونکي او ښوونکي وايي، چې د پوهنې ریاست دې نوښت تر اوسه هغه پایلې نه دي ورکړي چې تمه یې کېده.

 

د زده کوونکو، والدینو او ښوونکو له څرګندونو داسې ښکاري چې د اوړي ښوونیز کمپونه د هغو درسي ساعتونو د جبران لپاره پېل شوي، چې د هېواد په کچه د تیلو د بچت د تګلارې له امله د اوونۍ درې ورځنیو رخصتیو پر مهال ضایع شوي وو.

 

په باړه او جمرود کې ګڼو والدینو شال نیوز ته ویلي دي، چې د اوړي ګرمي او د رخصتیو دودیزه فضا د دې لامل شوې ده چې ماشومان ښوونځیو ته د تګ لېوالتیا ونه لري. دوي وايي، ډېر ښوونکي هم د زده کوونکو پر حاضرۍ ډېر ټینګار نه کوي، ځکه ،د دوي په خبره، د اوړي ښوونیز کمپونه پر ښوونکو اضافي ذهني او جسمي بار اچوي.

 

په جمرود او باړه کې یو شمېر زده کوونکو ویلي دي، چې د ښوونکو کمې لېوالتیا هم د دوي پر حاضرۍ اغېز کړی دی. د دوي په وینا، په ځینو ښوونځیو کې د ښوونکو کمښت هم شته.

 

د جمرود د پنځم ټولګي زده کوونکي ،سعدالله، وویل چې د سهار په اوو بجو ښوونځي ته رسېدل او یوازې د دوو ساعتونو لپاره درس ویل د ډېرو ماشومانو لپاره ستونزمن کار دی.

 

د باړې یو بل زده کوونکي ،جمشېد خان، هم وایي چې د ورځې دوه ساعته زده کړه د هغو درسي ساعتونو د جبران لپاره بسنه نه کوي چې د اوونۍ درې ورځنیو رخصتیو له امله له لاسه وتلي دي.

 

د جمرود اوسېدونکی او قامي مشر ،حاجي شیر محمد، وایي چې دا پروګرام له بشپړې څېړنې او عملي پلان پرته پېل شوی او زده کوونکو ته به ترې د پام وړ ګټه ونه رسېږي.

هغه زیاته کړه چې ډېر والدین نه غواړي خپل ماشومان یوازې د دوو ساعتونو لپاره ښوونځي ته ولېږي، ځکه د سهار په لومړیو ساعتونو کې ماشومان لا هم ستړي او خوبولي وي.

 

بلخوا، ځینو ښوونکو د نوم نه ښودلو په شرط ویلي دي، چې د اوړي ښوونیز کمپونه اغېزمن نه دي، ځکه د جون په میاشت کې د رخصتیو د زیات شمېر له امله دوي یوازې شاوخوا ۱۴ ورځې تدریس کوي. د دوي په خبره، زده کوونکو د دغو کمپونو په وړاندې ډېره کمه لېوالتیا ښودلې او په ځینو مواردو کې ښوونکي ساعتونه ساعتونه په ښوونځیو کې د زده کوونکو انتظار کوي، خو زده کوونکي نه راځي.

 

ښوونکو دا هم ویلي، چې د اوړي ښوونیز کمپونو د نوې داخلې پر بهیر هم منفي اغېز کړی دی. د دوي په وینا، د جون له لومړۍ نېټې راهیسي د نوې داخلې په کمپاین کې د پام وړ پرمختګ نه دی شوی، ځکه واړه او د لومړنیو ټولګیو زده کوونکي له دغو کمپونو مستثنا دي.

 

دوي وايي، تر اوسه د دې پروګرام یوازینۍ څرګنده ګټه د وړیا درسي کتابونو وېش دی، خو که تدریس پرې ونه شي، دغه کتابونه به د اوړي تر رخصتیو وروسته هم بې ګټې پاتې شي.

 

خو د خیبر د پوهنې څانګې چارواکي ،شیر زمان خان، د زده کوونکو د نه حاضرۍ او د ښوونکو د بې علاقګۍ تورونه رد کړي دي.

هغه وویل چې د زده کوونکو او ښوونکو د حاضرۍ لپاره منظم او سخت څارنیز نظام موجود دی او زده کوونکي په لېوالتیا سره د خپلو ضایع شویو درسي ساعتونو د جبران هڅه کوي.

 

د نوموړي په وینا، د اوړي ښوونیز کمپونو تر ټولو لویې لاسته راوړنې د وړیا کتابونو پر وخت وېش او ښوونځیو ته د ښوونځي څخه بهر ماشومانو شاملول دي.