پښتانه او په ځانګړي ډول قبایلي ټولنه چې څومره لرغونی تاریخ لري، همغومره پخوانی د جرګې، لښکر او ډول دود هم لري. ډول یوازې د موسیقۍ یوه اله نه وه، بلکې د ټولنیز نظم، قامي یووالي، ولسي خوځښت او کلتوري هویت یوه مهمه نښه ګڼل کېده.
د مشرانو په وینا، د انګرېزانو د واکمنۍ پر مهال به چې قبایلي لښکر د جګړې لپاره روانېده، نو د لښکر په سر کې به ډولچي روان و او جنګیالي به ورپسې وو. د ډول ډب به د جنګیالیو هیلې لوړولې او هغوي به یې د یو هدف لپاره متحد ساتل. ځکه خو انګرېزان هم د ډول پر اغېز پوهېدل او ویل به یې: «ډولچي ووژنئ، ځکه د لښکر روحیه او ځواک په هغه پورې تړلی دی.»
په قبایلي ټولنه کې ډول د خوښۍ او غم دواړو په وختونو کې کارېده. په ودونو، اخترونو او نورو مېلو کې به د ډول په ډب اتڼ کېده. په دې اتڼ کې به یوازې ځوانان نه، بلکې مشران، ماشومان، پلرونه او لمسیانو هم ګډون کاوه. د همدې ګډ ګډون له امله به د میني، برابرۍ او خپلمنځي یووالي فضا رامنځته کېده.
د قامي او ټولنیزو چارو په تنظیم کې هم ډول ځانګړی اهمیت درلود. کله به چې په یوه سیمه کې شخړه رامنځته شوه، د سولې اړتیا پېښه شوه یا کوم ګډ خطر مخې ته راغی، نو «چیغه» به ورکول کېده. د ډول ځانګړي ډب به خلکو ته دا پیغام ورکاوه چې ټول باید راټول شي. هر سړی به له خپل وس سره سم، که ټوپک و، که توره او که یوازې لرګی، له کوره راوتلو ته تیار و.
کله چې خلک راټول شول، مشران به جرګه کېناستل او د ستونزې د حل لپاره به یې مشورې کولې، خو ځوانانو به د ډول په ډب اتڼ کاوه او د جرګې د پرېکړې په انتظار به وو. کله ناکله به مشران هم ورسره په اتڼ کې ګډ شول چې له امله به یې د ځوانانو حوصله او جذبه لا پیاوړې شوه.
د ولسي هوساینې او ګډو خدمتونو په چارو کې هم ډول مهم رول درلود. د اوبو ویالې، نالې او کانالونه به چې له خټو او کثافاتو ډک شول، د کلي ټول خلک به راوتل. هر کور به خپل استازی لېږه او خلکو به د ډول په ډب ساعتونه ساعتونه د بیلچو او نورو وسایلو په مرسته کار کاوه. همدې ګډ کار د اوبو جریان بېرته عادي کاوه او کروندګرو ته به یې ګټه رسوله.
په پخوانیو وختونو کې چې نه لاوډسپیکر و او نه نورې عصري اسانتیاوې، د روژې په میاشت کې به د پېشمني لپاره هم ډول کارېده. ډولچي به کوڅه په کوڅه ګرځېده او خلک به یې د پېشمني لپاره راویښول.
د جرګو د پرېکړو په عملي کولو کې هم ډول یو مهم سمبول و. کله چې جرګې د کوم ظالم پر ضد اقدام، د کوم مجرم سزا یا د کوم قامي تصمیم د پلي کېدو پرېکړه وکړه، نو ډولچي به د لښکر په سر کې روان و او د ډول غږ به ټولې سیمي ته دا پیغام ورساوه چې د قام ګډه پرېکړه عملي کېږي.
په احتجاجونو او ولسي خوځښتونو کې هم ډول د خلکو د یووالي او مقاومت نښه پاتې شوې ده. نن هم په ډېرو سیمو کې چې خلک د خپلو حقونو لپاره راووځي، د ډول ډب ورسره مل وي. ځکه د پښتنو په ټولنه کې ډول یوازې د ساعتېرۍ وسیله نه، بلکې د ګډ غږ، ولسي شعور او یووالي استازیتوب کوي.
خو له بده مرغه د ۲۰۰۱ کال وروسته، کله چې په قبایلي سیمو او افغانستان کې ناامني زیاته شوه، د نورو کلتوري ارزښتونو ترڅنګ ډول هم تر فشار لاندې راغی. په ګڼو سیمو کې ډولونه مات شول، ډولچیان وګواښل شول او پر دې دود محدودیتونه ولګېدل. له دې سره یوازې یوه هنري او کلتوري نښه کمزورې نه شوه، بلکې د قبایلي ټولنې د یووالي، جرګو، ولسي خوځښتونو او ګډو کارونو هغه پخوانی ځواک هم اغېزمن شو.
لکه څنګه چې جرګې کمزورې شوې، قامي مشرانو خپل پخوانی نفوذ له لاسه ورکړ او دودیزې ټولنیزې اړیکې بدلې شوې، همداسې د ډول رول هم محدود شو. حال دا چې ډول د قبایلي ټولنې لپاره یوازې یو ساز نه و، بلکې د اتفاق، اجتماعیت، قامي پرېکړو، کلتوري هویت او ولسي شعور غږ و.
که د قبایلي ټولنې د پیاوړتیا ستنې وشمېرل شي، نو د جرګې ترڅنګ ډول هم د هغو بنسټیزو ستنو له ډلې ګڼل کېدی شي. ځکه چې قبایلي ټولنه کې ډول یوازې یو ساز نه و، بلکې د یووالي، اجتماعیت، قامي پرېکړو، کلتور او ولسي شعور غږ و. کله چې ډول غلی شو، ورسره د قبایلي ټولنې ډېر هغه پیاوړي بنسټونه هم کمزوري شول چې د پېړیو راهیسي یې د دې ټولنې ملا تړلې وه.

صفدر داوړ