د سویس په جنیوا کې د امریکا او ایران ترمنځ د جګړې د دایمي پای ته رسولو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوږدمهاله تفاهم لپاره د لوړې کچې مذاکراتو لومړی پړاو پای ته رسېدلی، خو منځګړي هېوادونه وايي چې تخنیکي خبرې به د روانې اوونۍ تر پایه دوام وکړي.

 

پاکستان او قطر، چې د دغو خبرو منځګړیتوب کوي، د جون په ۲۲مه، په یو ګډ بیان کې وویل چې د دواړو هېوادونو د لوړپوړو چارواکو مستقیمې خبرې پای ته رسېدلې دي. په بیان کې ویل شوي، چې تخنیکي ډلې به په راتلونکو ورځو کې د موافقې پر جزئیاتو کار ته دوام ورکړي.

 

 

 

 

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ،اسماعیل بقايي، د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا ته ویلي دي چې په خبرو کې “ښه پرمختګ” شوی او دواړو خواوو د مهمو موضوعاتو په اړه رغنده بحثونه کړي دي. امریکا تر اوسه د لوړې کچې خبرو د پای ته رسېدو په اړه رسمي بیان نه دی خپور کړی.

 

دغه مذاکرات د هغه ۶۰ ورځني ډیپلوماټیک بهیر لومړی پړاو بلل کېږي چې هدف یې د ایران جګړې ته د دایمي حل موندل، د تهران د اټومي پروګرام په اړه موافقې ته رسېدل، د هرمز تنګي د وضعیت روښانه کول او د ایران د کنګل شویو شتمنیو د برخلیک ټاکل دي.

 

د امریکا پلاوي مشري مرستیال ولسمشر جی ډي وینس کوله، چې ورسره د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ځانګړی استازی سټیو ویټکوف او جیرډ کوشنر هم ملګري وو. د ایران له لوري د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف او د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په مذاکراتو کې ګډون درلود.

 

ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د دواړو هېوادونو استازو شاوخوا اتیا دقیقې مخامخ خبرې وکړې. وروسته د قطر او پاکستان له استازو سره جلا غونډې هم وشوې څو د اختلاف وړ موضوعاتو په اړه د نظرونو واټن راکم شي.

 

خو مذاکرات له پېل سره سم له ستونزو سره مخ شول. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ټولنیزو رسنیو له لارې ایران ته خبرداری ورکړ چې په لبنان کې دې خپل ملاتړې ډلې له تاوتریخوالي راوګرځوي.

 

ټرمپ لیکلي وو: “ایران باید سمدستي په لبنان کې خپل نیابتي ځواکونه له ستونزو جوړولو منع کړي. که داسې ونه کړي، موږ به بیا پر ایران سخت ګوزار وکړو.”

 

د ایران د مرکچي پلاوي مشر محمد باقر قالیباف د ټرمپ دغو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، چې امریکايي چارواکي باید په خپلو څرګندونو کې احتیاط وکړي او د ایران وسله وال ځواکونه هر ډول احتمالي ګام ته چمتو دي.

 

ایراني دولتي رسنیو ویلي دي چې د ټرمپ له څرګندونو وروسته مذاکرات “سخت پړاو” ته داخل شول او د خبرو بهیر د لنډ وخت لپاره وځنډول شو. وروسته د قطر او پاکستان د منځګړیتوب له امله خبرې بېرته پېل شوې.

 

د مذاکراتو یوه بله مهمه موضوع د لبنان وضعیت و. ایران ټینګار کړی دی چې د اسراییلو او حزب الله ترمنځ روانه جګړه باید د مذاکراتو په لومړیتوبونو کې شامله وي، ځکه د موقتي تفاهم له مخې باید په سیمه کې د جګړې ټولې جبهې ارامې شي.

 

بلخوا، د هرمز تنګي ستونزه هم د خبرو مهمه برخه وه. ایران ادعا کړې ده چې د تېرې اوونۍ په پای کې یې یو ځل بیا د هرمز تنګي د تړلو اقدام کړی، خو امریکايي چارواکو ویلي، چې په سیمه کې د بېړیو تګ راتګ عادي روان دی او نړیوال سمندري مسیرونه لا هم پرانیستي دي.

 

د امریکا د یو لوړپوړي ډیپلومات په وینا، چې د نوم نه ښودلو په شرط یې خبرې کړې، په مذاکراتو کې د هرمز تنګي د خلاص ساتلو لپاره پر ممکنه میکانیزمونو، د لبنان د اوربند د عملي کولو پر لارو چارو او د ایران د اټومي فعالیتونو د راتلونکي په اړه “ژور او پراخ بحثونه” شوي دي.

 

د شنونکو په باور، که څه هم په سویس کې د مذاکراتو لومړی پړاو وروستۍ موافقه نه ده رامنځته کړې، خو دا د دواړو هېوادونو ترمنځ د څو کلونو کړکېچ وروسته د ډیپلوماسۍ مهم ګام بلل کېږي. دوي وايي راتلونکې اوونۍ او د ۶۰ ورځني بهیر راتلونکي پړاوونه به وښيي چې ایا دواړه خواوې د جګړې د دایمي پای او یوې پراخې سیاسي موافقې په لور حرکت کولی شي او که نه.

 

تر اوسه د امریکا او ایران دواړو لورو د خبرو د راتلونکي پړاو دقیق مهالویش نه دی اعلان کړی، خو منځګړي هېوادونه پاکستان او قطر وایي چې تخنیکي مذاکرات به د روانې اوونۍ تر پایه دوام وکړي او د موافقې پر عملي جزئیاتو به کار روان وي.