نن ،د جون په ۲۲مه، د کوز سویلي وزیرستان د مرکز واڼې اوسېدونکو شکایت وکړ، چې په هېواد کې د پټرولو او ډیزلو بیو له وروستي کمښت سره سره د ټرانسپورټ کرايې لا هم نه دي راکمې شوې او عام خلک د دې کمښت له ګټو بې برخې پاتې دي.

 

ځايي اوسېدونکي وايي، کله چې د تېلو بیې لوړې شي نو ټرانسپورټران سمدستي کرايې زیاتوي، خو د بیو د کمېدو پر مهال د کرايو په راکمولو کې هېڅ چټکتیا نه لیدل کېږي.

 

د واڼا یو اوسېدونکي شال نیوز ته وویل : “هر ځل چې د پټرولو نرخونه لوړېږي، کرايې هم لوړې شي، خو اوس چې بیې راټیټي شوې دي، کرايې لا هم پر خپل ځای ولاړې دي.”

 

د خلکو په وینا، د رسمي کرايه نامې نشتوالی د دې لامل شوی دی چې پر بېلابېلو لارو له مسافرو څخه بېلابېلې او کله ناکله لوړې کرايې واخیستل شي.

 

یو بل اوسېدونکي شال نیوز ته وویل: “موږ له ضلعي انتظامیې غواړو چې د نورو سیمو په څېر دلته هم سرکاري کرايه نامه اعلان کړي، څو د خپلې خوښې کرايو اخیستل بند شي.”

 

د سیمي خلکو له واڼا څخه ډیره اسماعیل خان، بنو، پېښور او اسلام اباد ته د تګ راتګ ترڅنګ د زرملین، انګور اډې، شکۍ، کلوتۍ، غواخواه، شین ورسک، راغزۍ، شولام، اعظم ورسک او دژغونډۍ په ګډون د ځایي لارو لپاره هم د سرکاري کرايو د ټاکلو غوښتنه کړې ده.

 

یو ټولنیز فعال شال نیوز ته وویل: “که د تېلو بیې راکمېږي خو د هغې ګټه ولس ته نه رسېږي، نو بیا د نرخونو د کمېدو اعلانونه خپل هدف نه شي پوره کولی.”

 

ولسي او ټولنیزو کړیو له د واڼا د ډپټي کمشنر او اسسټنټ کمشنر څخه غوښتنه کړې ده چې د ټولو بین الاضلاعي او محلي لارو لپاره زر تر زره سرکاري کرايه نامې جاري کړي او د هغو د عملي کېدو څارنه یقیني کړي، څو عامو خلکو ته عملي اسانتیا برابره شي.