د فټبال نړیوال جام فیفا کې د ګروپ “ایچ” په مهمه لوبه کې اسپانیا سعودي عرب ته د صفر په مقابله کې په ۴ ګولونو ماتې ورکړه.
د امریکا په ښار اټلانټا کې د شوې لوبې په ۱۰مه دقیقه کې لامین یمال لومړی ګول وواهه او اسپانیا ته یې برتري ورکړه. لږ وروسته میکل اورزابال د ګول په وهلو سره د اسپانیا برتري ۲ صفر ته ورسوله.
په دریم ګول کې هم اورزابال د داني اولمو څخه ګټه واخیسته او خپل دویم او د اسپانیا دریم ګول یې وواهه. د لومړي هاف تر پای پورې اسپانیا ۳ صفر سره مخکې وه.
د دویم هاف په پېل کې د سعودي عربستان حسن التمبکتي توپ په غلط ډول خپل ګول ته داخل کړ، چې له امله یې د اسپانیا برتري د څلور په مقابله کې صفر شوه.
د لوبې په وروستیو شیبو کې اسپانیا یو بل ګول هم وواهه، خو د ویډیو ریفري له کتنې وروسته هغه آف ساید اعلان شو او ګول رد کړای شو. په دې توګه لوبه د اسپانیا په ۴ صفر بریا پای ته ورسېده.

سلمان یوسفزی