د بره دیر له واړۍ ۱۳ کلومیټره لرې، د شنو غرونو او دنګو ونو په منځ کې پروت کاکډ ټاپ دا مهال د سیلګرو او هنرمندانو پام ځانته اړولی دی. د پېښور او مردان سندرغاړي دلته د موسیقۍ بنډارونه جوړوي او سلګونه کسان د دې ښکلي ځای له طبیعي ښکلا خوند اخلي. د کاکډ ټاپ د سیلګرۍ او موسیقۍ د دغو رنګینو محفلونو په اړه د شال نیوز د همکار جاوید ملنګ ځانګړی ویډیوي راپور وګورئ.