د خیبر ضلعې پوليسو ويلي دي، چې د باړې په يوه سيمه کې يې له کورني تشدد سره مخ يوه فرانسوۍ ښځه له خپلو څلورو ماشومانو سره ژغورلې او د نور تحفظ او قانوني چارو لپاره يې د پېښور د ښځو پوليس تاڼې ته لېږدولې ده.

د خیبر پوليسو وياند ،ظهير افريدي، د جون په ۲۲مه شال نيوز ته وويل، چې پوليسو ته د جون په ۱۸مه يوه کره اطلاع ترلاسه شوې وه چې د باړې د تاڼې په حدودو کې يوه بهرنۍ ښځه له اوږدې مودې راهيسي د کورني تشدد ښکار ده او په کور کې ساتل کېږي.

د هغه په وينا، پوليسو د اطلاع تر ترلاسه کېدو وروسته په ياد کور چاپه ووهله او ۵۴ کلنه فرانسوۍ مېرمن ،سلوي ياسمينه، يې ژغورله.

پوليس وايي، د لومړنيو معلوماتو له مخې يادې ښځې له يوه پاکستاني وګړي سره واده کړی و او له ۲۰۱۴ کال راهيسي د باړې په سيمه کې اوسېده. هغه پنځه اولادونه لري چې له هغوي څخه يو ماشوم د اورېدو او خبرو کولو له ستونزو سره مخ دی.

د پوليسو په وينا، ژغورل شوې ښځې په خپل بيان کې ويلي دي چې د مېړه له خوا ورسره پرله‌ پسې ناوړه چلند کېده او اجازه نه ورکول کېده چې له کوره بهر ووځي.



 


پوليسو نوموړې ښځه له خپلو څلورو ماشومانو سره په خوندي توګه خپلې ولکې ته اخيستې او د لا زيات امنيت، مرستې او قانوني بهير لپاره يې د پېښور د ښځو پوليس تاڼې ته سپارلې ده. پوليس زياتوي چې فرانسوۍ مېرمنې هيله څرګنده کړې ده، چې غواړي بېرته فرانسې ته ستنه شي. د پېښې په اړه نورې پلټنې او قانوني چارې روانې دي.

د خيبر پوليسو وياند ظهير افريدي وويل چې پوليس به د قانون له مخې د پېښې ټول اړخونه وڅېړي او د ښځې او ماشومانو د خونديتوب لپاره به اړين ګامونه پورته کړي.