د کرمې ضلعې د بلیامین سیمي یو ۲۵ کلن ځوان ،محمد شعیب حسین، چې په متحده عربي اماراتو کې یې د ټکسي چلوونکي په توګه کار کاوه، د دوبۍ په زندان کې مړ شوی او جسد یې تر ۵۲ ورځو وروسته خپلوانو ته سپارل شوی دی.

د کورنۍ سرچینو د معلوماتو له مخې، محمد شعیب حسین د روان کال په مارچ میاشت کې په دوبۍ کې نیول شوی و. سرچیني وایي، نوموړی د فبرورۍ په ۲۹مه د زندان دننه مړ شوی و، خو د هغه د مړیني خبر کورنۍ ته شاوخوا ۴۵ ورځې وروسته ،د جون په ۲۲مه، ورکړل شو.
 

د کورنۍ په وینا، د محمد شعیب جسد له ۵۲ ورځو وروسته پرون د پېښور هوايي ډګر ته راوړل شو او نن د هغه په پلرني کلي بلیامین کې خاورو ته وسپارل شو.

د دې پېښې په اړه د مجلس وحدت المسلمین پارلماني مشر او د قامي اسمبلۍ غړي ،حمید حسین، د قامي اسمبلۍ په غونډه کې وینا کړې او ویلي یې دي چې یو بېوزلی مزدور تر یوې نیمې میاشتې پورې په دوبۍ کې بې درکه پاتې شو او وروسته یې مړی کورنۍ ته وسپارل شو، چې دا یوه خواشینوونکې او د اندېښنې وړ پېښه ده.

هغه له پاکستاني حکومته وغوښتل چې د پېښې سمدستي پلټنې وکړي، د متحده عربي اماراتو له چارواکو او د پاکستان له سفارت سره اړیکې ونیسي، د مړینې د لاملونو په اړه معلومات ترلاسه کړي او په راتلونکي کې د ورته پېښو د مخنیوي لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

حمید حسین همداراز له متحده عربي اماراتو څخه د پاکستانیانو د ایستلو او د حراست پر مهال د مړینې پېښې د اندېښنې وړ وبللې او ویې ویل چې د بهرنیو هېوادونو په زندانونو او حراستي مرکزونو کې د پاکستانیانو د حقونو او خوندیتوب لپاره باید جدي اقدامات وشي.

بلخوا، د دوبۍ حکومت له لوري د نوموړي د مړیني په رسمي اسنادو کې لیکل شوي دي چې شعیب حسین په روغتون کې مړ شوی دی.