د برېتانیا وزیراعظم او د کارګر ګوند (لېبر پارټۍ) مشر <کییر سټارمر< اعلان کړی چې له خپلې دندې او د ګوند له مشرۍ استعفا ورکوي.
کییر سټارمر ،د جون په ۲۲مه، د وزیراعظم د دفتر مخې ته په وینا کې وویل چې د هغه ګوند اوس دا پوښتنه راپورته کړې وه چې ایا دی راتلونکو عمومي ټاکنو ته د کارګر ګوند د مشرۍ لپاره مناسب کس دی که نه. هغه وویل چې د خپل پارلماني ګوند نظر یې اورېدلی او په درنښت یې مني.
نوموړي زیاته کړه چې د خپلې مشرۍ پر مهال یې هره پرېکړه د هېواد د ګټو او د خلکو د خدمت لپاره کړې ده، او همدې ته په کتو یې پرېکړه کړې چې د کارګر ګوند له مشرۍ او د وزیراعظم له څوکۍ استعفا ورکړي.
کییر سټارمر په ۲۰۲۴م کال کې د عمومي ټاکنو له بریا وروسته واک ته رسېدلی و او د محافظه کار ګوند څوارلس کلنه واکمني یې پای ته رسولې وه. خو په وروستیو میاشتو کې د ځايي ټاکنو کمزورو پایلو، د عامه ملاتړ د کمېدو او د ګوند دننه د اختلافونو له امله پر هغه فشارونه زیات شوي وو.
تمه ده چې د کارګر ګوند د نوي مشر د ټاکلو لپاره به په نږدې ورځو کې د مشرتابه سیالي پېل شي. تر هغه وخته به کییر سټارمر د سرپرست وزیراعظم په توګه خپلې دندې ته دوام ورکړي.
د سټارمر له استعفا سره به برېتانیا د ۲۰۱۶م کال د برېګزیټ له ټولپوښتنې وروسته د خپل اووم وزیراعظم د ټاکلو پړاو ته ننوځي، چې د هېواد د وروستیو کلونو پرله پسې سیاسي بدلونونه او بې ثباتي څرګندوي.

شال نیوز