د خیبرپښتونخوا په پوهنتونونو کې د زده کوونکو د اتحادیو (سټودنټ یونین) د بیا فعالېدو په اړه د صوبايي حکومت د مشورتي بهیر وروستي پړاو ته د رسېدو خبر ورکړل شوی دی.
د لوړو زده کړو او بلدیاتو صوبايي وزیر ،مینا خان اپریدي، په مشرۍ ،د جون په ۲۲مه، یوه مشورتي غونډه وشوه چې پکې د بېلابېلو زده کوونکو تنظیمونو استازو او نورو اړوندو خواوو ګډون کړی و.
د چارواکو په وینا، په غونډه کې د اسلامي جمعیت طلبه، انصاف سټوډنټس فېډرېشن، جمعیت طلبه اسلام، پښتونخوا سټوډنټس ارګنایزېشن، پیپلز سټوډنټس فېډرېشن او نورو زدهکوونکو تنظیمونو استازو ګډون درلود.
د لوړو زده کړو وزارت ویلي، چې زده کوونکو تنظیمونو خپلې ګډې سپارښتنې وزارت ته سپارلې دي او تمه ده چې په راتلونکو لسو ورځو کې د زده کوونکو د اتحادیو د بیا فعالېدو مسوده وروستۍ بڼه خپله کړي. صوبايي وزیر مینا خان اپریدي غونډې ته ویلي، چې په خیبرپښتونخوا کې د زده کوونکو د اتحادیو د بیا فعالېدو په اړه روانه اوږده مشورتي لړۍ اوس د بشپړېدو وروستي پړاو ته رسېدلې ده.
نوموړي ویلي، چې د زدهکوونکو اتحادیې به په تعلیمي ادارو کې د جمهوري ارزښتونو د پیاوړتیا لامل شي او ځوانانو ته به د رهبرۍ، استازیتوب او مثبتو ټولنیزو فعالیتونو لپاره زمینه برابره کړي.
په پاکستان کې د زده کوونکو اتحادیې له ۱۹۸۴م کال راهیسي د پوځي واکمن جنرال ضیاءالحق د پرېکړې له مخې بندې شوې وې، خو په وروستیو کلونو کې د هغوي د بیا فعالېدو غوښتنې بیا ځلې زور اخیستی دی.

خالده نیاز