نن ،د جون په ۲۲مه، د بنو د بېلابېلو قبیلو په یوه جرګه کې د تښتول شوي ځوان ،اسامه، د زر او خوندي خوشي کېدو غوښتنه شوې او ضلعي انتظامیې او امنیتي ادارو ته د هغه د را خوشي کولو لپاره د یوې اوونۍ وخت ورکړل شوی دی.

 

د جرګې په غونډه کې د بېلابېلو قبایلو مشرانو، قامي مخورو او د جاني خېلو سیمي استازو ګډون کړی و. ګډونوالو وویل چې د اسامه د تښتونې له امله د هغه کورنۍ او د سیمي خلک له سختو اندېښنو سره مخ دي او اړوندې ادارې باید د نوموړي د موندلو او خوشي کولو لپاره بېړني او عملي ګامونه پورته کړي.


جرګې په متفقه توګه پرېکړه وکړه چې که د یوې اوونۍ په موده کې اسامه راخوشی نه شي، او غوښتنې یې ونه منل شي، نو له هغې وروسته به د راهدارۍ ټېکس د راټولولو چارې قامي جرګه په خپل انتظام کې اخلي.

جرګې ته په وینا کې پخواني سناتور پروفېسر ،محمد ابراهیم خان، ډاکټر پیر صاحب زمان، شوکت ایاز اېډوکېټ، ملک یوسف خان او نورو قامي مشرانو وویل چې د خلکو د سر او مال ساتنه او د امن او نظم ټینګښت د ریاست او انتظامیې اساسي مسؤلیت دی.
 

ویناوالو زیاته کړه چې د اسامه د خوشي کېدو په برخه کې ځنډ د هغه کورنۍ له سختو ذهني ستونزو سره مخ کړې ده. هغوي غوښتنه وکړه چې د نوموړي د خوندي او زر خوشي کېدو لپاره دې ټولې شته سرچیني او امکانات وکارول شي.
 

د جرګې مشرانو خبرداری ورکړ چې که په ټاکل شوې موده کې د اسامه د خوشي کېدو په اړه کوم څرګند پرمختګ ونه شو، نو د جرګې پر پرېکړو به بشپړ عمل کېږي او د راتلونکو احتجاجي اقداماتو اعلان به هم وشي.

د جرګې په پای کې ګډونوالو له ضلعي انتظامیې، امنیتي ادارو او اړوندو چارواکو وغوښتل چې د تښتول شوي ځوان د موندلو او خوشي کولو لپاره دې سمدستي او اغېزمن اقدامات وکړي. جرګې ټینګار وکړ چې تر هغې به خپلې هلې ځلې او فشار ته دوام ورکوي، څو اسامه په خوندي توګه خپلې کورنۍ ته ستون شي.

د یادونې وړ ده چې د جون په ۱۷مه هم د منډان قبیلي یوه جرګه شوې وه چې د جرګې مشرانو انتظامیې ته د اسامه د خوشي کېدو لپاره ۴۸ ساعته وخت ورکړی و، خو د پینځه ورځو تېرېدو باوجود اسامه تر دې دمه ندی راخوشی کړی شوی.
 

تر دې دمه د بنو انتظامیې د دې جرګو د غوښتنو په اړه کوم رسمي دریځ ندی وړاندې کړی.