د خیبرپښتونخوا د اوقافو او مذهبي چارو صوبايي وزير ،محمد عدنان قادري، ويلي دي، چې د مردان د بابو محلې په ګوردواره کې د سکهانو د جوړې د وژنې په قضيه کې تورن کس د پېښې له رامنځته کېدو ۲۴ ساعتونو دننه نيولی شوی دی.
نوموړي ،د جون په ۲۲مه، په مردان کې خبري غونډې ته وويل چې جرم، جرم وي، که د مسلمان په کور کې ترسره کېږي او که د غيرمسلم په کور کې. د هغه په وينا، جرم هېڅ مذهب، عقيده او يا قام نه لري او حکومت به د قانون له مخې د هر مجرم پر ضد بې پرې اقدام کوي.
صوبايي وزير د مردان پوليسو د کارکردګۍ ستاينه وکړه او ويې ويل چې پوليسو د يادې پېښې په پلټنه او د تورن په نيولو کې چټک او اغېزمن اقدام کړی دی.
محمد عدنان قادري د پنجاب د اقليتي چارو د وزير وروستيو څرګندونو ته په اشارې وويل چې نوموړی مردان ته د تعزيت لپاره نه، بلکې د سياسي موخو لپاره راغلی و. هغه زياته کړه چې د نيوکو او تورونو له لګولو مخکې بايد حقايق هم په پام کې ونيول شي.
هغه وويل، چې د وزيراعظم شهباز شريف د واکمنۍ پر مهال په يوحنا اباد کې د مسيحيانو استوګنځایونه اور ته وسپارل شول، خو هغه مهال د ځينو سياسي مشرانو له لوري ورته پاملرنه ونه شوه.
صوبايي وزير ټينګار وکړ چې دا ډول خواشينونکې پېښې بايد سياسي رنګ خپل نه کړي او ټولې سياسي ډلې بايد د اقليتونو د حقونو او امنيت په موضوع له سياست څخه ډډه وکړي.
نوموړي اعلان وکړ چې د وژل شوې سکهانې جوړې کورنۍ ته به د مالي مرستې په توګه ۲۰ لکه روپۍ ورکول کېږي، او د بابو محلې د ګوردوارې د بيا رغونې او ترميم لپاره به ۴۰ لکه روپۍ ځانګړې شي.
د يادونې وړ ده چې د مردان په بابو محله کې د سکهانو د يوې جوړې د وژنې پېښې د اقليتي ټولنې او مدني فعالانو ترمنځ اندېښنې راپارولې وې. پوليس وايي چې د پېښې اصلي تورن نيول شوی او د قضیې نورې پلټنې لا هم روانې دي.

پامیر جان