د پښتونخوا نیشنل عوامي ګوند مشر ،خوشحال خان کاکړ، ویلي دي، چې پر ډیورنډ کرښه محدودیتونو او امنیتي خنډونو د سیمي سوداګري اغېزمنه کړې ده.
نوموړي ،د جون په ۲۱مه، د خپل پلار او ملتپال سیاستوال عثمان کاکړ د پنځم تلین په مناسبت جوړې شوې غونډې ته د وینا پر مهال وویل، چې له افغانستان او د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د سوداګرۍ د پراختیا لپاره باید اسانتیاوې برابرې شي، ځکه د پولې پر اوږدو محدودیتونو او امنیتي خنډونو سوداګر او کاروباریان له ستونزو سره مخ کړي دي.
خوشحال خان کاکړ وویل، چې له افغانستان سره د سوداګرۍ پر وړاندې شته محدودیتونو د پښتنو پر اقتصاد منفي اغېز کړی او د سیمي اقتصادي فعالیتونه یې کمزوري کړي دي.
هغه د بلوچستان د سیفالله کلا ضلعې په یاده غونډه کې ادعا وکړه چې پښتانه په پاکستان کې له سیاسي، اقتصادي او بشري ستونزو سره مخ دي او د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره به مبارزې ته دوام ورکړي.
کاکړ زیاته کړه چې پښتانه د خپلې ابادۍ په تناسب په حکومتي ادارو، کابینه، پارلمان، دولتي دندو او پرمختیايي بودیجو کې مناسبه ونډه نه لري. د هغه په وینا، پښتني سیمي له اوږدې مودې راهیسي له بېوزلۍ، بېکارۍ او د بنسټیزو اسانتیاوو له کمښت سره مخ دي.
نوموړي په خپله وینا کې د امنیتي پوستو، نیونو، پوځي عملیاتو او د خلکو د تګ راتګ پر محدودیتونو هم نیوکه وکړه او ادعا یې وکړه چې دغو تدابیرو د خلکو پر ورځني ژوند، سوداګرۍ او اقتصادي فعالیتونو منفي اغېز کړی دی.
خوشحال خان کاکړ د بشري حقونو، عدالت او برابرۍ غوښتنه هم وکړه او ویې ویل چې د پښتنو د سیاسي استازیتوب، اقتصادي پرمختګ او ټولنیزو حقونو لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
هغه همداراز د بېلابېلو ولسي او سیاسي خوځښتونو د غوښتنو ملاتړ څرګند کړ او له حکومته یې وغوښتل چې د خلکو قانوني او بنسټیزو غوښتنو ته ځواب ووایي، د بشري حقونو درناوی وکړي او د برابرۍ لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

نعيم اچکزئي