پاکستان په داسې وخت کې له ایرانه د تېلو د اخیستو پر امکان غور کوي چې هېواد د انرژۍ له کمښت، د تېلو له لوړو بیو او اقتصادي ستونزو سره مخ دی. اقتصادي پوهان وايي، که نړیوال شرایط بدل شي، ایران د پاکستان لپاره د انرژۍ یوه ارزانه او نږدې سرچینه کېدی شي.
پاکستان د خپلې اړتیا ډېره برخه خام تېل له بهرنیو هېوادونو اخلي. د نړیوال بازار د بیو هر بدلون د هېواد پر اقتصاد، د برېښنا پر تولید، د ترانسپورټ پر لګښتونو او د خلکو پر ورځني ژوند مستقیم اغېز کوي. له همدې امله حکومت تل هڅه کوي چې د انرژۍ ارزانه او باوري سرچیني ومومي.
اقتصادي شنونکي وايي، ایران د ګډې پولې او لنډ واټن له امله پاکستان ته د تېلو د برابرولو لپاره یو مناسب هېواد ګڼل کېږي. د دوي په وینا، که له ایرانه تېل وارد شي، د لېږد لګښت به د لرې هېوادونو په پرتله کم وي او دا به د وارداتو پر ټول لګښت هم اغېز وکړي.
ایران د نړۍ له هغو هېوادونو څخه دی چې د نفتو سترې زېرمې لري. نړیوال بندیزونه د کلونو راهیسي د دغه هېواد د نفتو د صادراتو پر وړاندې لوي خنډ پاتې شوي، خو په وروستیو کې د ایران او لوېدیځ ترمنځ د ډیپلوماټیکو اړیکو د ښه کېدو په اړه راپورونو دا بحث بیا راژوندی کړی دی چې ښیي په راتلونکي کې د ایران د انرژۍ بازار ته د سیمي د هېوادونو لاسرسی اسانه شي.
د پاکستان او ایران ترمنځ د انرژۍ همکاري نوې موضوع نه ده. د دواړو هېوادونو د ګاز پایپ لاین پروژه هم له کلونو راهیسي تر بحث لاندې ده، خو نړیوال بندیزونو او سیاسي فشارونو د هغې د بشپړېدو مخه نیولې ده.
خو شنونکي وايي، له ایرانه د تېلو اخیستل یوازې اقتصادي پرېکړه نه ده. پاکستان له امریکا، چین، د خلیج هېوادونو او ایران سره اړیکې لري او هڅه کوي چې د خپل بهرني سیاست توازن وساتي. د همدې لپاره د انرژۍ په برخه کې هره پرېکړه له اقتصادي ګټو سره سره سیاسي او ډیپلوماټیک اړخونه هم لري.
اقتصادي کارپوهان وايي، که نړیوال محدودیتونه نور هم کم شي، پاکستان ته به د ایران د تېلو اخیستل اسانه شي. خو که اوسني بندیزونه پر خپل ځای پاتې شي، نو د بانکي راکړې ورکړې، بیمې او نړیوالو سوداګریزو اصولو له امله به عملي ستونزې پر خپل ځای وي.
تر اوسه د پاکستان حکومت له ایرانه د تېلو د واردولو په اړه کومه رسمي پرېکړه نه ده اعلان کړې، خو د انرژۍ او اقتصادي چارو پوهان وايي، اسلاماباد د خپلو راتلونکو اړتیاوو او نړیوالو شرایطو په رڼا کې بېلابېل انتخابونه ارزوي.
شنونکي باور لري، که مناسب نړیوال شرایط برابر شي، ایران د پاکستان لپاره د انرژۍ یوه مهمه او ارزانه سرچینه کېدی شي. خو د دې پرېکړې بریا به یوازې په اقتصادي ګټه نه، بلکې د پاکستان د بهرني سیاست او نړیوالو اړیکو په توازن هم تړلې وي.


شال نیوز