د فرانسې مشهورې ورځپاڼې ‘لي مونډ’ د جون په ۲۶مه، راپور ورکړی، چې د بلوچستان د بلوچ يووالي کمېټۍ مخکښه غړې، ډاکټره ماه رنګ بلوچ، د ۲۰۲۶ کال د نوبل د سولې جايزې لپاره يو ځل بيا نومول شوې ده. د راپور له مخې، دا دويم پرله‌ پسې کال دی چې د هغې د نوماندۍ خبرونه خپرېږي.

 

ناروې میشته د نوبل اداره وايي، د نوبل د سولې جايزې د نوماندانو نومونه د اداري د تګلارې له مخې په رسمي ډول نه خپرېږي او تر پنځوسو کلونو پورې پټ ساتل کېږي.

 

سازمان زياتوي، يوازې هغه کسان او ادارې چې د نوماندۍ قانوني حق لري، کولی شي د نوماندانو نومونه اعلان کړي. د اداري د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۶ کال د نوبل د سولې جايزې لپاره ۲۸۷ نوماندان ثبت شوي، خو رسمي نوملړ يې نه دی خپور شوی.

 

ډاکټره ماه رنګ بلوچ تر دې وړاندې هم د ۲۰۲۵م کال د نوبل د سولې جايزې لپاره نومول شوې وه. هغه مهال د هغې د نوماندۍ اعلان د بې‌ استازو ملتونو او ولسونو سازمان کړی و.

 

دا خبر په داسې وخت کې خپور شوی دی، چې د پاکستان د بلوچستان د ترهګرۍ ضد عدالت د ګوادر د ۲۰۲۴م کال د احتجاجونو په تړاو ډاکټره ماه رنګ بلوچ او د بلوچ يووالي کمېټۍ يو بل مخکښ غړي، صبغت الله شاه جي، ته د عمري قید سزا اورولې ده.

 

د عدالت د پرېکړې له مخې، پر دواړو تور دی چې د خپلو ويناوو له لارې يې خلک تاوتريخوالي ته هڅولي وو او د احتجاج پر مهال د يوه امنيتي سرتېري د وژل کېدو په پېښه کې يې رول درلود.

 

خو ډاکټره ماه رنګ بلوچ، د هغې وکيلان او د بلوچ يووالي کمېټه دا تورونه ردوي او وايي، چې د دوي مبارزه د جبري بې‌ درکه کسانو، له عدالت پرته د وژنو او د بشري حقونو د سرغړونو پر ضد يوه سوله‌ ييزه ولسي مبارزه ده.

 

د بشري حقونو د مدافعانو د ملاتړ نړيوال بنسټ او د بخښنې نړيوال سازمان د دغې پرېکړې په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ويلي يې دي چې عدالتی بهير د عادلانه محاکمې له نړيوالو معيارونو سره سمون نه لري. دواړو بنسټونو د پاکستان له حکومت څخه غوښتي چې د بشري حقونو د فعالانو قانوني حقونه خوندي کړي.

 

بلخوا، د پاکستان حکومت او امنيتي ادارې وايي، د بلوچ يووالي کمېټۍ پر يو شمېر مشرانو د ترهګرۍ، تاوتريخوالي ته د خلکو د هڅولو او له ناقانونه وسله‌ والو ډلو سره د اړيکو تورونه دي. د بلوچ يووالي کمېټه بيا دا تورونه ردوي او وايي، ټول فعاليتونه يې سوله ‌ييز او د قانون په چوکاټ کې دي.