د محرم الحرام د لسمې ورځې په مناسبت په پېښور کې عاشورې دودیز ماتمي جلوسونه ترسره کېږي. د ښار په بېلابېلو سیمو کې بازارونه تړل شوي، لس زره پولیس د امنیت لپاره ګومارل شوي او د ډرونونو او سېف سټي کمرو له لارې وضعیت څارل کېږي. د عزادارانو لپاره د اوبو او شربتونو سبیلونه او طبي مرستو کمپونه هم جوړ شوي دي.