د پاکستان هلال احمر د باجوړ څانګې له خوا ،د جون په ۲۷مه، په باجوړ پرېس کلب کې د سيمي خبريالانو لپاره د بارودي توکو، ناچاودو ګولو او خوندي چلند په اړه يو ورځنی روزنيز سيمينار ترسره شوی، چې پکې د باجوړ د بېلابېلو رسنيو خبريالانو ګډون کړی و.
د پاکستان هلال احمر د باجوړ څانګې سېکتر ،جاوېد اقبال، ګډونوالو ته د ادارې د تاريخ، بشري خدمتونو او د بېړنيو حالاتو پر مهال د مرستندويه فعاليتونو په اړه معلومات ورکړل.
هغه وويل، چې د قبایلي ضلعو په ځينو سيمو کې لا هم ناچاوده بارودي توکي او نور چاودېدونکي پاتې شوني د خلکو ژوند ته ګواښ پېښوي. د هغه په وينا، د دغو خطرونو په اړه د خلکو پوهاوی د وخت مهمه اړتيا ده او رسنۍ په دې برخه کې اغېزناک رول لوبولی شي.
وروسته د پاکستان هلال احمر روزونکي ،کفایت الله، د «د خطرونو د پوهاوي او خوندي چلند» پروګرام په اړه تفصيلي معلومات وړاندې کړل. هغه خبريالانو ته د ناچاودو بارودي توکو د پېژندنې، د هغوي د خطرونو، خوندي واټن ساتلو، له شکمنو توکو څخه د لاس نه وهلو او اړوندو ادارو ته د سمدستي خبر ورکولو په اړه عملي لارښوونې وکړې.
د سيمينار پر مهال خبريالانو هم خپلې پوښتنې مطرح کړې، چې د روزونکو له خوا ورته ځوابونه ورکړل شول.
د غونډې په پای کې د باجوړ پرېس کلب خبريالانو د دغه روزنيز سيمينار هرکلی وکړ او ويې ويل، چې د دې ډول پروګرامونو له لارې نه يوازې د خبريالانو مسلکي پوهه زياتېږي، بلکې د عامو خلکو د ژوند خونديتوب او د بارودي توکو د خطرونو په اړه د پوهاوي په لوړولو کې هم مرسته کېږي.


حسبان الله باجوړې