د باجوړ پوليس وايي، چې ،د جون په ۲۷مه، د خار تاڼې پوليسو د يو کور څخه غلا شوې نغدې پيسې بېرته ترلاسه کړې او په تړاو يې يو شکمن کس نيولی دی.
پوليسو ويلي، د صديق اباد پاټک سيمي د يوه کور څخه غلا شوې اويا زره څلور سوه دېرش (۷۰,۴۳۰) روپۍ يې بېرته ترلاسه کړې دي.
د پوليسو په وينا، په دې تړاو شاهد خان، د تاج علي زوې، د صديق اباد پاټک اوسېدونکی، نيول شوی او د هغه پر ضد قانوني مقدمه درج شوې ده.
د باجوړ د پوليسو مشر محمد خالد خان د خار تاڼې د پوليسو د دې کاروایۍ ستاينه کړې او ويلي يې دي چې د خلکو د سر او مال ساتنه، د جرمونو مخنيوی او د قانون واکمني د باجوړ د پوليسو لومړيتوب دی.


حسبان الله باجوړې