د سېند په سرښار کراچۍ کې د ګلستان جوهر په بلاک ۵ کې د سېند رینجرز پر سیمه ‌ییز مرکز د موټر بم او وسله ‌وال برید وروسته امنیتي ځواکونو عملیات پای ته رسولي دي. د چارواکو په وینا، په برید کې درې د رینجرز سرتېري وژل شوي او درې بریدګر هم د ځوابي عملیاتو پر مهال وژل شوي دي.

 

د لومړنیو معلوماتو له مخې، برید هغه مهال پېل شو چې له چاودېدونکو توکو ډک موټر د رینجرز د مرکز له اصلي دروازې سره وجنګول شو. له زورورې چاودنې وروسته وسله ‌والو پر امنیتي ځواکونو ډزې پېل کړې، چې له امله یې شاوخوا پنځلس دقیقې سخته نښته روانه وه.

 

عیني شاهدان وایي، د چاودنې زور دومره ډېر و چې شاوخوا ودانۍ ولړزېدې او له سیمي څخه د لوګي ستنې پورته شوې.

 

له پېښې وروسته پولیس، رینجرز، د ځانګړي امنیتي واحد سرتېري او د ریسکیو ۱۱۲۲ ډلې سیمي ته ورسېدل. امنیتي ځواکونو سیمه کلابنده کړه، ګڼ امبولانسونه د پېښې ځای ته واستول شول او د ژغورنې او پلټنې چارې یې پېل کړې.

 

د سېند د پولیسو مشر جاوېد عالم اوډهو ویلي: «درې واړه بریدګر د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي او وضعیت اوس تر کنټرول لاندې دی.» هغه زیاته کړې، چې د سیمي د پاکولو او شواهدو د راټولولو چارې دوام لري او د برید د څرنګوالي په اړه پلټنې روانې دي.

 

د سېند اعلا وزیر سید مراد علي شاه د پېښې نوټس اخیستی او د پولیسو له مشرانو یې تفصیلي راپور غوښتی دی. د چارواکو په وینا، د برید د ټولو اړخونو د معلومولو لپاره پلټنې روانې دي.

 

په همدې حال کې، د جماعت الاحرار په نوم یوې وسله‌ والې ډلې د برید مسؤلیت منلی دی. خو پاکستاني چارواکو تر اوسه د دغې ادعا رسمي تایید نه دی کړی او وایي، د برید د مسؤلیت او د بریدګرو د شبکې په اړه څېړنې لا هم روانې دي.