د امریکا او ایران ترمنځ هغه لنډمهالی اوربند، چې د پاکستان او قطر په منځګړیتوب پرې موافقه شوې وه او وروسته یې د سویس په بورګن سټاک کې د دواړو هېوادونو د استازو ترمنځ رسمي خبرې پېل شوې، اوس د دواړو لوریو د تازه پوځي بریدونو او متقابلو تورونو له امله له خپل تر ټولو سخت ازمېښت سره مخ شوی دی.
د رویټرز، اسوشیټېډ پرېس او الجزیرې د راپورونو له مخې، امریکا ادعا کوي چې ایران د هرمز تنګي ته نږدې پر نړیوالو سوداګریزو بېړیو د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو بریدونه کړي او په دې توګه یې د اوربند له شرایطو سرغړونه کړې ده. د امریکا د دفاع وزارت ویلي دي، چې همدې بریدونو ته په ځواب کې امریکايي ځواکونو د ایران په سویلي ساحلي سیمو کې د سپاه پاسداران اړوند د ډرونونو او توغندیو زېرمې، راداري مرکزونه او نور پوځي تاسیسات په نښه کړي دي.
ایران بیا د امریکا دا ادعاوې ردوي او وايي، چې لومړی واشنګټن د اوربند خلاف هوايي بریدونه وکړل. د ایران د سپاه پاسداران انقلاب اسلامي په وینا، د امریکايي بریدونو په غبرګون کې یې په کویت او بحرین کې هغه هدفونه په نښه کړي چې د امریکا له پوځي حضور سره تړاو لري.
د کویت د دفاع وزارت ویلي دي، چې د هېواد هوايي دفاعي سیستمونه سمدستي فعال شوي او د ایران له لوري توغول شوي توغندي او بې پیلوټه الوتکې یې شنډې کړې دي. د کویت چارواکو ویلي دي، چې تر اوسه د بریدونو له امله د درنو ځاني زیانونو راپور نه دی ترلاسه شوی، خو امنیتي ځواکونه په بشپړ چمتووالي کې دي. بحرین هم ورته څرګندونې کړې او ویلي یې دي چې د هېواد هوايي دفاعي سیستمونو د احتمالي بریدونو مخه نیولې ده.
امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ ایران د اوربند په ماتولو تورن کړی او خبرداری یې ورکړی دی چې که د امریکا پر ځواکونو، نړیوالو سمندري لارو او سوداګریزو بېړیو بریدونه دوام وکړي، متحده ایالات به نور هم سخت پوځي اقدام وکړي. بل لور ته د ایران حکومت ویلي دي، چې که امریکا خپل بریدونه ونه دروي، د سولې روان بهیر به بې نتیجې شي او د جګړې د هر ډول پراخېدو مسؤلیت به د واشنګټن پر غاړه وي.
د سولې دغه بهیر څو اوونۍ وړاندې د پاکستان او قطر په ډیپلوماټیکو هڅو پېل شوی و. د دواړو هېوادونو چارواکو د امریکا او ایران ترمنځ د باور جوړونې لپاره منځګړیتوب وکړ او دواړه لوري یې دې ته وهڅول چې د جګړې د درولو او سیاسي هوکړې لپاره خبرو ته کېني.
وروسته د سویس په بورګن سټاک کې د امریکا او ایران د لوړپوړو استازو ترمنځ رسمي مذاکرات پېل شول. د راپورونو له مخې، په دغو خبرو کې د اوربند د دوام، د ایران د اټومي پروګرام، د اقتصادي بندیزونو، د کنګل شویو شتمنیو د برخلیک او په هرمز تنګي کې د نړیوالو سمندري لارو د امنیت په اړه بحثونه روان وو.
خو د وروستیو بریدونو وروسته د سولې دغه بهیر له جدي ستونزو سره مخ شوی دی. رویټرز راپور ورکړی دی چې د سویس خبرې تر اوسه په رسمي ډول نه دي لغوه شوې، خو عملي پرمختګ پکې درېدلی او دواړه لوري یو بل د اوربند په ماتولو تورنوي.
پاکستان او قطر، چې د دې بهیر اصلي منځګړي هېوادونه دي، لا هم هڅه کوي چې دواړه لوري بېرته د خبرو مېز ته راولي او د جګړې د پراخېدو مخه ونیسي. تر اوسه د دواړو هېوادونو له خوا د منځګړیتوب تماسونه دوام لري، خو د نوې غونډې نېټه لا نه ده اعلان شوې.
شنونکي وایي، که څه هم اوربند لا هم په رسمي ډول نه دی لغوه شوی، خو وروستیو پوځي بریدونو او متقابلو تورونو دا هوکړه له خپل تر ټولو نازک پړاو سره مخ کړې ده. د دوي په وینا، که د هرمز تنګي، کویت، بحرین او د ایران په سویلي ساحلي سیمو کې تاوتریخوالی دوام وکړي، د امریکا او ایران ترمنځ د پراخې جګړې خطر به یو ځل بیا زیات شي، او د سویس د سولې روانې خبرې به هم له بشپړې ناکامۍ سره مخامخ شي.


شال نیوز