د ګلګت بلتستان د دیامر ضلعې په تهور درې کې د ورېځ چاودنې له امله راوتلو ناڅاپي سېلابونو لسګونه کورونه، کرنیزې ځمکې، باغونه، سړکونه او پلونه ویجاړ کړي او ګڼې کورنۍ یې بې‌ کوره کړې دي.

 

د سیمه‌ ییزو چارواکو په وینا، سېلابونه ،د جون په ۲۷مه، د غرونو په لوړو سیمو کې د سختو بارانونو او ورېځ چاودنې له امله راوتلي، چې له کبله یې د تهور درې ګڼ کلي له یو بل سره پرې شوي دي. د سېلاب اوبو د برېښنا او څښاک اوبو شبکو ته هم زیان رسولی او د سیمي د خلکو ورځنی ژوند یې له سختو ستونزو سره مخ کړی دی.

 

چارواکي وایي، د سړکونو پر غاړه ولاړ ګڼې موټرې هم د سېلاب اوبو وړي او ولاړ فصلونه یې زیانمن کړي دي. د سېلاب اوبه د دیامر ـ بهاشا بند د پروژې د اوبو او برېښنا پرمختیا ادارې (واپډا) د کارکوونکو استوګنځي (واپډا کالونۍ) ته هم ننوتې او هلته یې هم پراخ مالي زیانونه اړولي دي.

 

د ګلګت بلتستان د طبیعي پېښو د نظم ادارې مرستیال عمومي رییس، امتیاز احمد ویلي دي، چې د ضلعې ادارې او ژغورنې ډلې سمدستي اغېزمنو سیمو ته رسېدلې او د مرستو لړۍ یې پېل کړې ده.

 

د هغه په وینا، اغېزمنو کورنیو ته خېمې، خوراکي توکي او نور اړین سامان وېشل کېږي، د تهور اصلي سړک بېرته پرانیستل شوی او د اوښتو زیانونو ارزونه روانه ده.

 

بل لور ته، د ګلګت بلتستان په بېلابېلو سیمو کې د سختې ګرمۍ له امله د واورو او ګلیشیرونو د چټکې ویلي کېدو لړۍ هم روانه ده، چې ورسره په سیندونو او خوړونو کې د اوبو کچه لوړه شوې او د ناڅاپي سېلابونو او د ګلیشیري جهیلونو د چاودنې خطر هم زیات شوی دی.

 

په سکردو کې د سدپاره نالې سېلابونو د دیوسای سړک تړلی او پولیس وایي، یو شمېر سیلانیان له خپلو موټرو سره په سیمه کې بند پاتې دي.

 

په غذر ضلعه کې د بادسوات سیمي د نښلوونکي سړک یوه برخه د اوبو له امله پرې شوې ده. همداراز د هوپر نالې د اوبو لوړېدو لاندې پرتو سیمو کې کرنیزې ځمکې او فصلونه زیانمن کړي او سړکونو، پلونو او نورو عامه او شخصي تاسیساتو ته یې د زیان خطر زیات کړی دی.

 

په همدې حال کې د پاکستان د هوا پېژندنې ادارې خبرداری ورکړی دی، چې د جولایۍ د لومړۍ اوونۍ تر پایه به د هېواد په شمالي غرنیو سیمو کې ګرمه هوا دوام وکړي، چې له امله به یې د ګلیشیرونو د ویلي کېدو بهیر نور هم چټک شي.

 

ادارې ویلي، چې د واورو او یخونو چټکه ویلي کېدل به په سیندونو او خوړونو کې د اوبو کچه لوړه وساتي، د ګلیشیري جهیلونو د پراخېدو او د نوو جهیلونو د جوړېدو احتمال به هم زیات کړي، او ښکته پرتې سیمي به د ناڅاپي سېلابونو له جدي ګواښ سره مخ کړي.

 

ورسره د قامي ناورینونو د نظم ادارې هم د جون له ۲۷مې څخه د جولایۍ تر ۳مې پورې د ګلګت بلتستان، خیبر پښتونخوا او ازاد کشمیر غرنیو سیمو لپاره د ګلیشیرونو د چټکې ویلي کېدو او ځمکې ښوېدنې خبرداری ورکړی دی.

 

د ادارې د ملي بېړنیو عملیاتو مرکز ویلي دي، چې د بارانونو او لوړې تودوخې له امله په غرنیو سیمو کې د ډبرو راښوېدنې، ځمکې ښوېدنې او د خټو د بهېدو خطر هم زیات شوی، او له خلکو یې غوښتي دي چې له غیر ضروري سفرونو ډډه وکړي او د اړوندو ادارو لارښوونې په پام کې ونیسي.