د پاکستان په قامی اسمبلۍ کې د اپوزیسیون مشر، محمود خان اچکزي ویلي دي، چې افغانستان د پاکستان د “پنځمې صوبې ” په توګه یادول د پاکستان د هېڅ پښتون لپاره د منلو وړ نه دي او ټینګار یې کړی چې افغانستان یو خپلواک هېواد دی.
اچکزي د قامی اسمبلۍ غونډې ته د وینا پر مهال وویل، چې ځیني کړۍ لا هم هڅه کوي چې افغانستان د پاکستان د پنځمې صوبې په سترګه وګوري، خو ،نوموړي وویل، چې دی او ګوند یې د دې فکر په کلکه مخالفت کوي.
هغه ادعا وکړه چې د پاکستان پخواني ولسمشر غلام اسحاق خان د بودیجې د بحث پر مهال له مشاهد حسین سید څخه پوښتنه کړې وه چې ایا د افغانستان لپاره په بودیجه کې پیسې ځانګړې شوې دي که نه.
د اچکزي په وینا، مشاهد حسین وروسته دا خبره له ده سره هم شریکه کړې وه. هغه وویل، مشاهد حسین په لومړي سر کې ګومان کاوه چې ښیي دا د ژبې تېروتنه وي، خو وروسته غلام اسحاق خان ویلي وو: «له نن وروسته به افغانستان ته د پاکستان د پنځمې صوبې حیثیت ورکړو.»
د اپوزیسیون مشر زیاته کړه چې د دې ادعا په اړه باید له مشاهد حسین څخه هم پوښتنه وشي، ځکه هغه ژوندی دی او کولی شي خپل وضاحت وړاندې کړي.
محمود خان اچکزي یو ځل بیا ټینګار وکړ: «افغانستان یو خپلواک هېواد دی. تاسې څنګه کولی شئ هغه د پاکستان پنځمه صوبه وبولئ؟»
هغه همداراز وویل، افغانستان، هند او چین د پاکستان ګاونډیان دي او ګاونډیان نه بدلېږي، نو ځکه پاکستان باید له خپلو ټولو ګاونډیو هېوادونو سره د متقابل درناوي، ښه ګاونډیتوب او تفاهم پر بنسټ اړیکې وساتي.
د یادونې وړ ده چې د غلام اسحاق خان په اړه د محمود خان اچکزي دا څرګندونې شخصي ادعا ده او تر اوسه د دې ادعا په اړه د نورو اړوندو لورو خپلواک یا رسمي تأیید نه دی خپور شوی.


شال نیوز