د ژغورنې ادارې ریسکیو ۱۱۲۲ ویلي، چې د کوهاټ د لاچي بای پاس پر سړک د لکي مروت څخه پېښور ته روان یوه فلاینګ کوچ (بکسه) د ټرافیکي پېښې ښکار شوې ده، چې له امله یې ۹ تنه ټپیان شوي دي.

 

د ریسکیو ۱۱۲۲ چارواکو د معلوماتو له مخې، پېښه ،د جون په ۲۸مه، رامنځته شوې او لومړنۍ پلټنې ښيي چې د موټر زیات رفتار او د ټایر چاودېده د پېښې لاملونه دي.

 

د پېښې له راپور سره د ریسکیو ۱۱۲۲ طبي ډلې سمدستي سیمي ته ورسېدې او ټپیانو ته یې پر وخت لومړنۍ طبي مرستې برابرې کړې.

 

ریسکیو چارواکي وایي، چې ټول ټپیان د لومړنۍ درملنې وروسته د لاچي ټایپ ډي روغتون ته لېږدول شوي دي، چې وروسته له ډلې څلور سخت ټپیان د لا ښه علاج لپاره د کوهاټ ضلعې هېډکوارټر روغتون ته انتقال کړل شول.

 

د ریسکیو چارواکو لمخې، د ټپیانو په ډله کې رفیع الله، سراج، ولي رحمان، عجوه ضیاء، ضیاء الحق، صیام، حفیظ الرحمن، فصیع الله او شعیب شامل دي، چې د معلوماتو له مخې ټول د لکي مروت اوسېدونکي دي.

 

د ریسکیو ۱۱۲۲ ویاند ،جواد اپریدي، له خلکو غوښتنه کړې ده چې د سفر پر مهال د ټرافیکي قوانینو پابندي وکړي، له چټک رفتار څخه ډډه وکړي او د خپلو موټرو تخنیکي حالت، په ځانګړي ډول د ټایرونو معاینه، پر وخت یقیني کړي څو د دا ډول پېښو مخه ونیول شي.