د کوز سویلي وزيرستان په شکۍ تحصيل کې د اقليمي بدلون او چاپېريال ساتنې په اړه د پوهاوي يوه غونډه ترسره شوې، چې پکې ځوانانو ته د اقلیمي بدلون د اغېزو او د چاپېريال ساتنې په اړه معلومات ورکړل شوي دي.

 

دغه غونډه ،د جون په ۲۸مه، د خيبر پښتونخوا د ځوانانو چارو محکمې ډایرکټر ،عمران اپریدي، په لارښونه د صوبايي ځوانانو پاليسۍ ۲۰۲۶م د عملي کولو په لړ کې د ضلعي ځوانانو دفتر تر سيوري لاندې جوړه شوې وه.

 

چارواکو ويلي، د غونډې هدف په ځوانانو کې د اقليمي بدلون، چاپېريالي ککړتيا، د طبيعي زېرمو د خونديتوب او چاپېريال دوست ژوند د ارزښت په اړه پوهاوی زياتول وو.

 

غونډې ته ويناوالو وویل، چې اقليمي بدلون ورځ تر بلې جدي ستونزه ګرځي او د دې مخنيوي لپاره د حکومت، سيمه ييزو خلکو او ځوانانو ګډه همکاري ضروري ده.

 

د غونډې ګډونوالو ژمنه وکړه چې د ونو کرلو، د پلاستيک د کم استعمال او چاپېريال ساتنې په نورو هلو ځلو کې به فعاله ونډه اخلي.

 

د ضلعي ځوانانو دفتر د چارواکو په خبره، د دغسې پروګرامونو موخه ځوانان عملي ګامونو ته هڅول دي، څو راتلونکو نسلونو ته يو خوندي، روغ او زرغون چاپېريال پرېښودل شي