د کرمی په بوشهره سړک د یوې امنیتي پوستې سره نږدې د ناڅرګنده وسله‌ والو په ډزو کې یو تن وژل شوی دی.

 

د پولیسو په وینا، پېښه ،د جون په ۲۸مه، هغه مهال رامنځته شوه چې ناڅرګنده وسله‌ والو پر یو موټر ډزې وکړې. د ډزو له امله په موټر کې سپور ،عید رحمان، پر ځای ووژل شو. پولیس وایي، وژل شوی د صدې پر لور روان و.

 

د پېښې له خبر ترلاسه کېدو سره سم امنیتي ځواکونه او پولیس سیمي ته ورسېدل، شواهد یې راټول کړل او د برید د څرنګوالي او بریدګرو د پېژندنې لپاره یې پلټنې پېل کړې دي.

 

بل لور ته قبایلي مشر مسرت بنګش د بوشهرې د وژنې او پرله ‌پسې ډزو پېښې د اندېښنې وړ بللې دي.

 

 

مسرت بنګش

 

 

هغه ویلي دي، چې بوشهره ورځ تر بلې د ترهګرۍ د پېښو پر مرکز بدلېږي او هر ځل چې کومه پېښه رامنځته شي، نو د ځپل شوي لوري خلک یې ذمه وار ګڼل کیږی. چې دا چاره د سیمې وضعیت لا پسې کړکېچنوي.

 

مسرت بنګش زیاته کړه، چې د نن ورځې پېښه هم د معمول په څېر د یوې امنیتي پوستې سره نږدې شوې ده او پوښتنه یې وکړه چې ولې د ترهګریزو بریدونو عاملین تر اوسه نه نیول کېږي.

 

نوموړي وویل، که اړوندې ادارې پر وخت او په اغېزناک ډول خپلې دندې ترسره کړي، نه یوازې د ترهګرۍ مخه نیول کېدی شي، بلکې د قبایلو ترمنځ د بې‌ باورۍ او تاوتریخوالي فضا هم کمېدی شي.

 

د پېښې نه پس ضلعي انتظامیې د پاړاچنار لار بنده کړې او ولس ته یې خبرداری ورکړی دی، چې په دغه لاره د تګ راتګ څخه ډډه وکړي.

 

بلخوا، د کرمې نه د قامي اسمبلۍ غړي ،انجینییر حمید حسین، د پاړاچنار لارې ته ،د هرمز تنګی، ویلی دی. په خپل بیان کې هغه ویلي دي، چې د پاړاچنار لاره هره دویمه ورځ بندېدو له امله د ولس ژوند له سختو ستونزو سره مخ شوی دی.