د سوات د سیدو شریف هنرمند ناصر شین د لرګیو پر مخ د اسلامي خطاطۍ او پښتون کلتور ښکلي انځورونه جوړوي. هغه د قرآني آیتونو، اسماء الحسنا، رباب، منګي، دودیز لباس او د سوات د طبیعي ښکلا انځورونه په لرګیو نقشوي او وایي چې هنر د ولس د تاریخ، هویت او کلتور د ساتنې مهمه وسیله ده.

 

د عصمت علي اخون په دې ځانګړي راپور کې د ناصر شین د هنر، ستونزو او راتلونکي نسل ته د خپل هنر د لېږدولو هڅې وګورئ.