د ملاکنډ ضلعې د درګۍ تحصیل د هیروشاه په سیمه کې د کور دننه د اوبو په ټانکۍ کې د ډوبېدو له امله دوه واړه ماشومان مړه شوي دي.

 

د ریسکیو ۱۱۲۲ ملاکنډ د چارواکو په وینا، پېښه ،د جون ۲۸مه، هغه مهال رامنځته شوه، کله چې دوه ماشومان د کور په انګړ کې د اوبو ټانکۍ ته ورلوېدلي او ډوب شوي وو.

 

ریسکیو ۱۱۲۲ ویلي، د ژغورنې ډله له خبر ترلاسه کولو سره سم د پېښې ځای ته ورسېده، دواړه ماشومان یې راویستل او په امبولانس کې یې ورته لومړنۍ طبي مرستې او د زړه او ساه بېرته فعالولو هڅې (سي پي آر) وکړې. وروسته دواړه د درګۍ تحصیل روغتون ته ولېږدول شول.

 

خو د روغتون ډاکټرانو وویل، چې ماشومانو روغتون ته د رسېدو پر مهال ژوند له لاسه ورکړی و او د ژغورلو ټولې هڅې بې‌ پایلې شوې.

 

د مړو شویو ماشومانو پېژندنه د څلور کلن ذوالقرنین او څلور کلن مجاهد په نومونو شوې ده. د چارواکو په وینا، دواړه د یو بل تره زامن وو.

 

ریسکیو ۱۱۲۲ ویلي، پېښه د کور دننه د اوبو په ټانکۍ کې شوې او د پېښې د څرنګوالي په اړه نور معلومات راټولېږي.

 

چارواکو له کورنیو غوښتي، چې د اوبو ټانکۍ او ژورې اوبه خوندي وساتي او کوچني ماشومان دې بې له څارنې د داسې ځایونو ترڅنګ نه پرېږدي، څو د ورته پېښو مخه ونیول شي.