د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزیر عطاالله تارړ وايي، چې په خیبر پښتونخوا، بلوچستان او کراچۍ کې د وروستیو ترهګریزو بریدونو وروسته پاکستاني امنیتي ځواکونو د “غضب للحق” عملیاتو په لړ کې د پاکستان ـ افغانستان پولې دواړو غاړو ته د وسله والو پر پټنځایونو عملیات کړي، چې د حکومت په وینا، ټولټال ۲۹ وسله وال پکې وژل شوي دي.
عطاالله تارړ په یوه بیان کې ویلي دي، چې ،د جون په ۲۸مه، د خیبر پښتونخوا د باجوړ ضلعې د پاکستان ـ افغانستان پولې ته نږدې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ ځمکني عملیات ترسره شول. د هغه په وینا، په دغو عملیاتو کې د حکومت له لوري د “جماعة الاحرار” د یوه مهم قوماندان خان فروش، چې د “زبل” په نوم هم پېژندل کېده، له درېیو نورو وسله والو سره وژل شوی او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.
د اطلاعاتو وزیر ادعا کړې، چې د “غضب للحق” عملیاتو په دوام، د جون د ۲۸مې او ۲۹مې ترمنځ شپه د افغانستان د پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو په سرحدي سیمو کې د وسله والو پر درېیو مرکزونو او پټنځایونو دقیق بریدونه هم ترسره شوي دي.
د هغه په وینا، په دغو بریدونو کې ۲۵ نور وسله وال وژل شوي او د هغوي د وسلو، مهماتو او تجهیزاتو زېرمې هم له منځه وړل شوې دي.
پاکستاني حکومت ادعا کوي چې وژل شوي کسان د “جماعة الاحرار” او هغه ډلې غړي وو چې اسلام اباد یې د “فتنه الخوارج” په نوم یادوي، او وایي دغو کسانو په خیبر پښتونخوا، بلوچستان او د کراچۍ پر پاکستان رېنجرز مرکز د وروستیو بریدونو کې لاس درلود.
عطاالله تارړ ویلي دي، چې پاکستان د سیمي د سولې او ثبات ملاتړ کوي، خو د خپلو وګړو د امنیت او خوندیتوب په اړه به هېڅ ډول جوړجاړی ونه کړي. هغه زیاته کړې، چې د ملي عمل پلان (نیشنل ایکشن پلان) تر چتر لاندې د “عزم استحکام” په نوم د ترهګرۍ ضد عملیات به تر هغې دوام ولري، څو ،د ده په وینا، له بهر څخه د ملاتړ کېدونکې ترهګرۍ ګواښ له منځه یوړل شي.
بلخوا، د افغانستان د پکتیا ولایت ځايي خلک او د افغان طالبانو باوري سرچېني وايي چې د دې ولایت د څمکنیو ولسوالۍ د منده خېل سیمي یو استوګنیز کور د جیټ الوتکو له لوري بمبار شوی دی. د سرچینو د دعوې لمخې، کله چې خلک د پېښې ځای ته د ټپیانو د ژغورلو لپاره ورغلل، نو پر هغوي هم بیا بمباري وشوه.
د سیمي اوسېدونکي او په خوست کې د افغان طالبانو یوې لوپوړې سرچیني منلې ده چې بمبار شوی او په خوست کې اوس هم پاکستاني جیټ الوتکو الوت لیدل کیږي. خو تر اوسه د افغانستان د طالبانو حکومت د دغو ادعاوو او د افغانستان په خاوره کې د ادعا شويو بریدونو په اړه رسمي غبرګون نه دی خپور کړی.
خپلواکو سرچینو هم د پاکستان د حکومت او افغان لوري سرچینو د دغو ادعاوو، د وژل شویو کسانو شمېر او د بریدونو پایلې په خپلواکه توګه نه دي تایید کړې.


شال نیوز