د بلوچستان د کوټې ښار اړوند د هنه اوړک په سیمه کې قبایلي مشرانو او اوسېدونکو د ناامنۍ پر ضد احتجاج کړی او د کوټې ـ هنه اوړک لویه لاره یې د هر ډول ترافیکو پر مخ تړلې ده.

 

د احتجاج کوونکو په وینا، تېره شپه ،د جون په ۲۸مه، د کلي ببري په سیمه کې ناڅرګنده وسله‌ والو برید کړی، چې وروسته د سیمي د اوسېدونکو او بریدګرو ترمنځ وقفې وقفې سره  د ډزو تبادله روانه وه. د هغوي په خبره، له نښتې وروسته بریدګر غرنیو سیمو ته تښتېدلي دي.

 

احتجاج کوونکي وايي، د سیمي د خراب امنیتي وضعیت پر ضد یې پرلت پېل کړی او له حکومت څخه غواړي چې د وسله ‌والو پر ضد دې اغېزمن اقدامات وکړي، د سیمي د خلکو امنیت دې یقیني کړي او سیمه کې دې تلپاتې سوله ټینګه کړي.

 

دوي خبرداری ورکړی، چې که غوښتنو ته یې پام ونه شي، احتجاج او پرلت به دوام وکړي او امکان شته چې نورې مهمې لارې هم وتړل شي. د لویې لارې د تړل کېدو له امله دواړو لورو ته د موټرو اوږده کتارونه جوړ شوي او مسافر له سختو ستونزو سره مخ دي.

 

تر اوسه د احتجاج کوونکو د ادعاوو په اړه د بلوچستان حکومت، پولیسو یا نورو امنیتي ادارو له لوري رسمي دریځ نه دی خپور شوی.