د بنو په پولیس لاین کې د وژل شوي پولیس سرتېري ،عمر نیاز، د جنازې مراسم د بشپړ سرکاري اعزاز سره ترسره شول. د جنازې په مراسمو کې د پولیسو لوړپوړو چارواکو، د پاکستان پوځ افسرانو، د ملکي ادارو استازو، پولیسو سرتېرو او د وژلی شوي د کورنۍ غړو په ګڼ شمېر ګډون وکړ.
د پولیسو د معلوماتو له مخې، په مراسمو کې د بنو سیمي د پولیسو مشر (ار پي او) ربنواز خان، د بنو د پولیسو مشر (ډي پي او) یاسر اپرېدي، ډپټي کمېشنر محمد فهیم خان، د ترهګرۍ ضد څانګې (سي ټي ډي) اېس پي فضل واحد، د پولیسو نورو لوړپوړو افسرانو او د پاکستان پوځ استازو ګډون کړی و.
په دې مراسمو کې د پولیسو چارواکو د سرتیري پر تابوت ګلان کېښودل، هغه ته یې د عقیدت پېرزوینې وړاندې کړې او د پولیسو یوې ځانګړې قطعې ورته رسمي سلامي ورکړه. همدارنګه، د هغه د بښنې، د لوړو درجو او د هغه د کورنۍ لپاره د صبر او زغم دعاوې وشوې.
د جنازې له مراسمو وروسته د بنو د پولیسو مشر ربنواز خان وویل، چې عمر نیاز د خپلې دندې د ترسره کولو پر مهال د زړورتیا، مېړانې او مسلکي ژمنتیا بېلګه وړاندې کړه. د هغه په وینا، د بنو سیمي پولیس د وسله والو پر ضد مبارزه کې سترې قربانۍ ورکوي او د قربانیانو وینه به بې ځایه نه شي.
د پولیسو د بیان له مخې، عمر نیاز ،د جون په ۲۹مه، خپلې دندې ته روان و چې د لارې په اوږدو کې پرې د وسله والو له لوري برید وشو. چارواکي وایي، هغه له ټپي کېدو سره سره یوازې د بریدګرو پر وړاندې مقاومت وکړ او ،د دوي په وینا، یو بریدګر یې سخت ټپي کړ، خو وروسته خپله هم ووژل شو.
تر اوسه د برید مسؤلیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی، او د پولیسو د دې ادعاوو خپلواک تایید هم نه دی شوی.


صفدر داوړ