د شمالي وزیرستان د ګربز په سیمه کې د ټوچي سیند په اوبو کې د دوو کسانو د ډوبېدو له پېښې وروسته، د ریسکیو ۱۱۲۲ ژغورونکو د اوږد لټون عملیاتو په ترڅ کې د دواړو کسانو مړي راایستلي دي.
د ریسکیو ۱۱۲۲ شمالي وزیرستان د معلوماتو له مخې، د ،جون په ۲۹مه، د پېښې له راپور ترلاسه کېدو سره سم د شمالي وزیرستان او بنو د ریسکیو ۱۱۲۲ طبي او د اوبو ژغورنې (غواصانو) ډلې سمدستي د پېښې ځای ته ورسېدې او د لټون او را ایستلو عملیات یې پېل کړل.
د ریسکیو چارواکي وایي، ژغورونکو د مسلکي وړتیا، مناسبې تګلارې او پرله پسې هڅو په پایله کې د دواړو ډوب شویو کسانو مړي د توچي سیند له اوبو راویستل او د قانوني چارو د بشپړولو لپاره یې اړوندو چارواکو ته وسپارل.
ریسکیو ۱۱۲۲ خیبر پښتونخوا له خلکو غوښتنه کړې چې د سیندونو، ویالو او نورو اوبو لرونکو ځایونو ته له اړتیا پرته له تګ څخه ډډه وکړي، په ځانګړي ډول د بارانونو په موسم کې دې د خوندیتوب تدابیر په پام کې ونیسي،


صفدر داوړ