د خیبر پښتونخوا د صوبايي اسمبلۍ غړې ،فرزانه شیرین، د بجلۍ د رسونې ادارې (پېسکو) په مرکزي دفتر کې د ادارې له مشر سره لیدلي او د بنو ضلعې د بجلۍ پر جدي ستونزو یې ورسره تفصیلي خبرې کړې دي.

 

د لیدنې پر مهال په بنو کې اوږده او بې‌ اعلانه لوډشیډنګ، د بجلۍ پرله ‌پسې پرې کېدل، د کم ولټاژ ستونزه او د بجلۍ رسونې په نظام کې نورې نیمګړتیاوې تر بحث لاندې راغلې.

 

فرزانه شیرین وویل چې د دغو ستونزو له امله د بنو اوسېدونکي له سختو ستونزو سره مخ دي او د خلکو کورنی ژوند، سوداګریز فعالیتونه، د زده ‌کوونکو تعلیم او ورځنۍ چارې اغېزمنې شوې دي.

 

هغې د پېسکو له مشر څخه غوښتنه وکړه چې په بنو کې د بجلۍ د وېش او رسونې نظام عصري او اغېزمن کړي، د کم ولټاژ او پرله ‌پسې ټرېپنګ ستونزو ته دایمي حل پیدا کړي او خلکو ته د بجلۍ دوامداره او بې‌ ځنډه رسونه یقیني کړي.

 

فرزانه شیرین هیله څرګنده کړه چې د پېسکو چارواکي به د بنو د خلکو ستونزې په لومړیتوب کې حل کړي او د بجلۍ د رسونې د ښه والي لپاره به زر عملي ګامونه پورته کړي.