د منډان سیمي د مشرانو جرګې اعلان کړی دی چې د ورکېدلي ځوان ،اسامه، د هدایت الله زوې، د نه موندل کېدو پر ضد به د جون له ۳۰مې، ۲۰۲۶م کال، د منډان سړک د هر ډول تګ راتګ لپاره په بشپړه توګه وتړي.

 

د جرګې د متفقې پرېکړې له مخې، دغه احتجاج او د سړک تړل به تر هغه وخته دوام ولري، څو اسامه په خوندي ډول بېرته خپل کورنۍ ته ونه سپارل شي.

 

د سیمي مشرانو له اړوندو ادارو غوښتي دي، چې د ځوان د زر او خوندي راخوشي کولو لپاره دې بېړني او اغېزمن ګامونه پورته کړي، څو د خلکو اندېښنې پای ته ورسېږي.

 

جرګې له ولسه هم غوښتنه کړې ده چې د دوي د پرېکړې درناوی وکړي، د احتجاج پر مهال ورسره همکاري وکړي او له غیر ضروري تګ راتګ څخه ډډه وکړي. د جرګې په وینا، د دې احتجاج موخه د اسامه د زر موندلو ترڅنګ د اړوندو ادارو پام دې مهمې ستونزې ته اړول دي.

 

د یادونې وړ ده چې د اسامه، د هدایت الله زوې، د ورکېدو له امله په سیمه کې خلک سخت اندېښمن دي او د هغه خپلوان او اوسېدونکي له چارواکو غواړي چې نوموړی زر تر زره پیدا او خپلې کورنۍ ته وسپاري.