د هري پور پولیس وایي، چې د سرای صالح تاڼې په حدودو کې کوهي ته د غورځېدو له امله پلار او زوې مړه شوي دي.

 

د پولیسو په وینا، پېښه ،د جون په ۲۹مه، هغه مهال رامنځته شوه چې کله چې زوې کوهي ته وغورځېده او پلار یې ورپسې د ژغورلو لپاره ور ودانګل چې په پایله کې دواړه مړه شول.

 

د پولیسو له مخې، د مړه شویو پېژندنه د بشارت حسین او نوید شاه په نامو شوې ده.

پولیس وایي چې د مړو شویو جسدونه یې د هري پور سنټر ته لېږدولي دي.