له نږدې پنځو کلونو نسبي چوپتیا وروسته، د افغانستان پخواني ولسمشر ،ډاکټر محمد اشرف غني، یو ځل بیا د هېواد د راتلونکي په اړه داسې دریځ خپل کړی چې ښیي د افغان سیاست په روانو بحثونو کې نوی باب پرانیزي.
هغه په خپلو وروستیو څرګندونو کې د افغانستان د ستونزو د حل اساسي لار د یوې پراخې ملي اجماع رامنځته کول، د هېواد د نړیوالې بېطرفۍ رسمي اعلان او له نړیوالې ټولنې سره د اړیکو بیا رغول بللي دي.
اشرف غني وايي، افغانستان باید خپل بهرنی سیاست یوازې د ملي ګټو پر بنسټ تنظیم کړي، ځکه د هغه په باور، تر هغو چې هېواد په نړیواله انزوا کې پاتې وي، نه به د افغانانو غږ نړۍ ته ورسېږي او نه به نړیواله ټولنه د دې خاورې د خلکو دردونو ته جدي پاملرنه وکړي.
هغه په خپلو وروستیو څرګندونو کې، په غیر مستقیم ډول، وروستیو امنیتي پېښو ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي چې نن داسې وضعیت رامنځته شوی چې هره ورځ د افغانستان پر خاوره بمونه غورځي، خو د نړۍ غبرګون کمزوری دی او د سیمي ډېر هېوادونه دغو پېښو ته د یوه عادي واقعیت په سترګه ګوري.
دا څرګندونې په داسې وخت کې کېږي چې افغانستان له څو اړخیزو ننګونو سره مخ دی. له یوې خوا د طالبانو حکومت لا هم د نړۍ د ډېرو هېوادونو له خوا په رسمیت نه دی پېژندل شوی، او له بلې خوا اقتصادي ستونزې، د بشري مرستو کمښت، د نجونو پر زده کړو محدودیتونه، د کډوالۍ دوام او د افغانستان او پاکستان ترمنځ وروستي پوځي کړکېچونه د هېواد وضعیت نور هم پېچلی کړی دی.
محمد اشرف غني د افغانستان له هغو سیاستوالو څخه دی چې له سیاست څخه وړاندې یې نړیوال علمي او اقتصادي شهرت درلود. نوموړي د کابل پوهنتون له فراغت وروسته د امریکا په کولمبیا پوهنتون کې لوړې زده کړې وکړې، د نړۍ په معتبرو پوهنتونونو کې یې تدریس وکړ او وروسته یې د نړیوال بانک د لوړپوړي اقتصادپوه په توګه کلونه دنده ترسره کړه.
له ۲۰۰۱م کال وروسته افغانستان ته راستون شو او د مالیې وزیر په توګه یې د نوي مالي نظام، بانکدارۍ او د عوایدو د اصلاحاتو بنسټ کېښود. په ۲۰۱۴م کال کې، د لانجمنو ولسمشریزو ټاکنو له پای وروسته، ولسمشر شو او تر ۲۰۲۱م کال پورې یې د هېواد مشري وکړه.
د هغه د واکمنۍ پر مهال د سیمه ییز اتصال، برېښنا، ټاپي، کاسا-۱۰۰۰، لاجورد دهلېز، ډیجیټلي حکومتولۍ او ګڼو زیربنایي پروژو په برخو کې مهم پرمختګونه وشول. خو په همدې موده کې جګړه هم نوره شدیده شوه، فساد د حکومت پر وړاندې یوه مهمه نیوکه پاتې شوه او د سولې بهیر د تمې خلاف مطلوبې پایلې ورنه کړې.
د ۲۰۲۱م کال د اګست په ۱۵مه، کله چې طالبان کابل ته ننوتل، اشرف غني له هېواده ووت. همدا پرېکړه د هغه د سیاسي ژوند تر ټولو جنجالي فصل ګڼل کېږي. مخالفان یې د جمهوري نظام د سقوط اصلي مسؤل بولي، خو خپله غني تل ویلي، چې د کابل پرېښودل یې د پراخې کورنۍ جګړې او د زرګونو خلکو د احتمالي مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره کړي وو.
له واکه تر لېرې کېدو وروسته نوموړي ډېر محدود سیاسي حضور درلود، خو په تېرو دوو کلونو کې یې په پرله پسې ډول د ملي اجماع، د افغانستان د نړیوالې بېطرفۍ او له نړۍ سره د اړیکو د عادي کولو غوښتنه کړې ده.
په خپل وروستي پیغام کې اشرف غني ویلي چې دی چمتو دی، بې له دې چې کوم شخصي امتیاز یا سیاسي مقام وغواړي، د یوې پراخې افغاني ملي اجماع او له نړۍ سره د افغانستان د بیا نښلېدو لپاره خپله ونډه ترسره کړي.
هغه خبرداری ورکوي چې وخت نه درېږي او هره شېبه نوي واقعیتونه زېږوي. د هغه په خبره، د ملي تفاهم او نړیوال تعامل په برخه کې هر ډول ځنډ به داسې پایلې ولري چې جبران به یې اسانه نه وي، او د دې مسؤلیت به د هغو کسانو پر غاړه وي چې د ملت د ګډې ارادې پر وړاندې خنډونه جوړوي.
خو د دې ټولو ترڅنګ یوه اساسي پوښتنه لا هم پر خپل ځای پاتې ده: ایا د افغانستان اوسني واکمنان، سیاسي مشران، قامي مخور، مدني فعالان او نړیوال لوبغاړي د داسې یوې پراخې ملي اجماع لپاره چمتو دي؟
په حقیقت کې، د ډاکټر اشرف غني د دویمې ولسمشرۍ پر مهال د هغه اړیکې له ډېرو سیاسي مشرانو، په ځانګړې توګه له پخواني ولسمشر حامد کرزي او ډاکټر عبدالله عبدالله سره، ډېرې ترینګلې شوې وې. نن هم که څه هم حامد کرزی او ډاکټر عبدالله په افغانستان کې دننه ژوند کوي، خو د هېواد د اوسنیو واکمنانو له پرېکړه کوونکو کړیو سره د دوي اړیکې او نفوذ محدود ښکاري.
له بلې خوا، د افغانستان ډېر سیاسي، قامي او جهادي مشران لا هم له هېواده بهر ژوند کوي او د هېواد سیاسي ځواک لا هم په بېلابېلو مرکزونو کې وېشل شوی دی. تر هغو چې دغه بېلابېل سیاسي لوري، قامي استازي او اغېزمن شخصیتونه د یوه ګډ ملي چوکاټ تر سیوري لاندې سره راټول نه شي، د افغانستان د سیاسي بحران دایمي حل به اسانه نه وي.
لکه د پخوا په شان، نن هم د افغانستان قضیه د سیمي او نړۍ لپاره یو مهم ستراتیژیک بحث دی. د پاکستان وروستي پوځي بریدونه د دواړو هېوادونو اړیکې نورې هم ترینګلې کړې دي. د ډېرو افغانانو په باور، دغو بریدونو د پاکستان پر وړاندې د عامو افغانانو بې باوري نوره هم زیاته کړې ده.
په عین حال کې، داسې ښکاري چې همدې بریدونو د طالبانو د حکومت لپاره هم یو ډول سیاسي فرصت برابر کړی دی. د بهرني فشار له امله د طالبانو ترمنځ هغه اختلافونه، چې مخکې تر ډېره څرګندېدل، تر یوه بریده تر سیوري لاندې شوي او د ملي حاکمیت د دفاع شعار پیاوړی شوی دی.
که پاکستان رښتیا هم غواړي له افغانستان سره د یوه باوري او باثباته ګاونډي په توګه اړیکې ولري، نو اړتیا ده چې په خپلو سیمه ییزو پالیسیو کې مثبت بدلون راولي او افغانانو ته دا فرصت ورکړي چې د خپل هېواد د راتلونکي په اړه خپله پرېکړه پخپله وکړي. د افغانستان د وروستیو څلورو لسیزو تجربې ښودلې چې پر دې هېواد د بهرنیو سیاستونو او امنیتي تجربو تکرار نه یوازې ستونزې نه دي حل کړې، بلکې بحران یې لا ژور کړی دی.
د افغانستان د تېرو څلورو لسیزو تجربه دا هم ښيي چې نه جګړې د دې هېواد ستونزې حل کړې او نه هم انزوا د ثبات لامل شوې ده. هر هغه سیاسي بهیر چې د ټولو افغانانو د ګډون، ملي مشروعیت او نړیوال تعامل له عناصرو بې برخې وي، په اوږد مهال کې به له جدي ستونزو سره مخامخ وي.
اشرف غني اوس، له پنځو کلونو وروسته، یو ځل بیا د ملي اجماع غږ پورته کوي. دا چې د هغه دا غږ به د افغانستان په اوسني سیاسي چاپېریال کې څومره اورېدل کېږي، راتلونکی به یې ځواب ورکړي. خو دومره څرګنده ده چې د افغانستان د راتلونکې په اړه بحث یو ځل بیا د ملي تفاهم، نړیوال تعامل او د سیاسي مشروعیت پر محور راڅرخېدلی دی؛ هغه درې بنسټونه چې ښیي د افغانستان د راتلونکي ثبات او دوامدارې سولې لپاره تر هر وخت زیات اهمیت ولري.


شمیم شاهد