د خیبر پښتونخوا د ژغورنې ادارې ،ریسکیو ۱۱۲۲، د سختې ګرمۍ د اغېزو د مخنیوي لپاره د صوبې په ۱۰ ضلعو کې ۳۰ د درملنې کیمپونه جوړ کړي دي.

د ریسکیو ۱۱۲۲ ډایريکټر جنرل ،شاه فهد، ترمخه، په لومړي پړاو کې دغه کیمپونه په پېښور، نوښار، چارسده، خیبر، مومند، صوابۍ، سوات، ډېره اسماعیل خان، مردان او بونېر کې فعال شوي دي.

د نوموړي په وینا، تر اوسه په دغو کیمپونو کې د ګرمۍ له امله اغېزمنو ۱۴۲ کسانو ته لومړنۍ طبي مرستې ورکړل شوې دي. هغه وویل، چې د خلکو د خدمت لپاره ۶۹ طبي کارکوونکي او د ریسکیو ۱۱۲۲ څوارلس ګاډي هم ګومارل شوي دي.

شاه فهد زیاته کړه چې په دغو کیمپونو کې پاکې اوبه، او ار اېس (نمکول)، اړین درمل او د لومړنیو طبي مرستو ټولې اسانتیاوې برابرې دي.

هغه له خلکو وغوښتل چې د ورځې د سختې ګرمۍ پر مهال له غیر ضروري تګ راتګ څخه ډډه وکړي، ډېرې اوبه وڅښي او د ماشومانو، سپین‌ ږیرو او ناروغانو ځانګړې پاملرنه وکړي. د هغه په وینا، د هیټ سټروک یا هر ډول بېړني حالت په صورت کې دې سمدستي د ریسکیو ۱۱۲۲ مرستندویه شمېرې سره اړیکه ونیول شي.