د کوز سویلي وزیرستان د پولیسو مشر ،محمد طاهر شاه وزیر، د جون په ۳۰مه، د واڼا د کړي کوټ سیمي تفصیلي دوره کړې او د سیمي د امنیتي وضعیت ترڅنګ یې له ځایي مشرانو او امنیتي چارواکو سره لیدنې کړې دي.

د پولیسو د معلوماتو له مخې، نوموړی د ملک جمیل توجي خېل کور ته ورغلی، د هغه پوښتنه یې کړې او د سیمي د امن او نظم پر روان وضعیت یې ورسره خبرې کړې دي.

د دورې پر مهال د ملک جمیل توجي خېل د کور د ساتنې لپاره پر دنده ولاړو پولیسو د امنیتي چمتووالي، هوښیارۍ او ساتندویو تدابیرو جاج واخیستل شو. د پولیسو مشر سرتېرو ته سپارښتنه وکړه چې خپلې دندې په بشپړه چمتووالي، مسلکي توب او پوره احتیاط ترسره کړي، څو د هر ډول احتمالي ګواښ پر وړاندې اغېزمن امنیتي تدابیر یقیني شي.

وروسته د پولیسو مشر د درسي جومات ترڅنګ د اته اتیا سپکې سیمي د امنیتي پوستې ته ورغی او هلته یې له کرنل معاذ سره ولیدل. په دې لیدنه کې د دواړو ادارو ترمنځ د همغږۍ، امنیتي چارو او د سیمي د امن او نظم پر وضعیت تفصیلي خبرې وشوې.

د پولیسو په وینا، دواړو لورو د امنیتي ادارو ترمنځ د همکارۍ د لا پیاوړتیا او په سیمه کې د تلپاتې سولې او ثبات لپاره د ګډ کار پر دوام ټینګار وکړ. محمد طاهر شاه وزیر د پوستې امنیتي تدابیر او دفاعي چمتووالی هم وکوت او د افسرانو او سرتېرو مسلکي فعالیت یې وستایه.

د دې دورې پر مهال د سټي تاڼې مشر عثمان خان وزیر، د ځانګړې څانګې مشر ذبیح الله خان وزیر او د شال نیوز خبریال ظفر وزیر هم د پولیسو له مشر سره مل وو.