د خیبر پښتونخوا ګورنر، فیصل کریم کونډي، وايي چې د پاکستان تر ټولو ستره پانګه ځوانان دي او پر هغوي باور کول او هغوي ته واک ورکول د هېواد د پرمختګ ضامن دي. د هغه په وینا، د خیبر پښتونخوا ځوانان د غیر معمولي صلاحیتونو او بې ساري استعداد خاوندان دي او که مناسب فرصتونه ورته برابر شي، په هره برخه کې د هېواد نوم روښانولی شي.
هغه ،د جون په ۳۰مه، د غلام اسحاق خان د انجینرۍ، ساینس او ټېکنالوژۍ انسټیټیوټ د کلنۍ فراغت غونډې ته په وینا کې وویل، چې په دې تالار کې یوازې فارغ شوي زده کوونکي نه، بلکې د پاکستان د سبا انجینران ناست دي، چې د هېواد په پرمختګ، پرمختیايي پروژو او رغونه کې به مهم رول ولوبوي.
په دې غونډه کې د پاکستان د سېنېټ مشر ،سید یوسف رضا ګیلاني، د ځانګړي مېلمه په توګه ګډون وکړ. د انسټیټیوټ د بورډ آف ګورنرز مشر سلیم سیف الله خان، د بورډ غړي شکیل دراني، د انسټیټیوټ رئیس پروفېسر ډاکټر فضل احمد خالد، استادانو، زده کوونکو او د هغوي کورنیو هم په غونډه کې ګډون کړی و.
د سېنېټ مشر فارغو زده کوونکو ته د فراغت سندونه ورکړل، او هغو زده کوونکو ته چې غوره کارکردګي یې کړې وه، مډالونه او نور اعزازونه ورکړل شول.
ګورنر فیصل کریم کونډي فارغو زده کوونکو ته مبارکي ورکړه او ویې ویل، چې د دوي بریا د سختې خوارۍ، نه ستړې کېدونکو هڅو، د مور او پلار د دعاوو او د کورنیو د قربانیو نتیجه ده.
هغه وویل، چې غلام اسحاق خان د انجینرۍ، ساینس او ټېکنالوژۍ انسټیټیوټ د پاکستان له مخکښو انجینرۍ ادارو څخه دی او د وخت په تېرېدو د خیبر پښتونخوا ځوانانو په نړیواله کچه خپل صلاحیتونه ثابت کړي دي. د هغه په وینا، د صوبې روښانه راتلونکی د ځوانانو له صلاحیتونو او مثبت فکر سره تړلی دی.
ګورنر له ځوانانو وغوښتل چې د مصنوعي ځیرکتیا، شنې انرژۍ، سایبري خوندیتوب او نورو عصري علومو په برخو کې مهارتونه ترلاسه کړي، ځکه د نوې ټېکنالوژۍ زده کړه په نړیواله کچه د بریا مهم شرط دی. هغه وویل، چې تعلیم یوازې د سند اخیستلو نوم نه دی، بلکې د هېواد د خدمت، رغونې او مثبت بدلون لپاره د عزم نوم هم دی.
ګورنر وویل، چې د خیبر پښتونخوا په سویلي او شمالي ضلعو کې د غلام اسحاق خان د انجینرۍ، ساینس او ټېکنالوژۍ انسټیټیوټ د نورو څانګو جوړولو ته اړتیا ده، څو د لرې پرتو سیمو زده کوونکي هم د معیاري انجینرۍ زده کړو او عصري څېړنیزو اسانتیاوو ته لاسرسی ومومي.


شال نیوز