د کوز سویلي وزیرستان ځایي خلکو او سوداګرو په وینا، د لمن (سپین) سیمي یوه کروندګر، سیف الرحمن، خپله د ټماټرو پېټۍ په ځانګړي ډول سینګار کړې وه. د پېټۍ پر سر یې رنګینې ځلېدونکې پټې لګولې وې او د پاکستان د پخواني وزیر اعظم عمران خان انځور یې هم پرې ایښی و.
د دوي په خبره، همدغه ځانګړي سینګار د منډۍ د خلکو پام ځانته واړاوه او د داوطلبۍ په ترڅ کې دغه پېټۍ په ۴۰ زره روپیو وپلورل شوه.
ځايي سوداګر وایي، که دا دعوه سمه وي، نو د واڼا د سبزۍ په منډۍ کې د ټماټرو د یوې پېټۍ د پلور تر ټولو لوړه بیه بلل کېږي.
شال نیوز په خپلواکه توګه د دې پېټۍ د پلور بیه او د دې دعوې نور جزئیات نه دي تایید کړي.


ظفر وزير